1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل په رسمي توګه د خپل ګوند نومانده شوه

۱۳۹۵ بهمن ۱۸, دوشنبه

د آلمان مسیحي دیموکرات اتحاد او مسیحي سوسيال اتحاد ګوندونو انګلا میرکل، په راتلونکو ټاکنو کې د خپل نوماندي په توګه په رسمي توګه معرفي کړه. په تاکنو کې به د هغې اصلي رقیب د سوسیال دیموکراتانو نوماند مارتین شولتڅ، وي.

https://p.dw.com/p/2X3Jh
Deutschland CSU CDU Zukunftsgipfel
انځور: picture-alliance/SvenSimon

سرچینو ویلي دي چې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، د دوشنبې په ورځ په رسمي توګه په راتلونکو ټاکنو کې د خپل ګوند د نوماندي په توګه ټاکل شوې ده. دغه پریکړه د میرکل د مسیحي دیموکرات اتحاد او مسیحي سوسيال اتحاد ګوندونو په یوې سرمشریزې کې په مونشن کې شوې ده.

له مسیحي سوسيال اتحاد څخه هورست زیهوفر، ویلي دي چې دواړه ګوندونه د میرکل ملاتړ کوي.

زیهوفر په وروستیو وختونو کې پر میرکل باندي د هغې د مهاجرو د سیاست له کبله نیوکې هم کړي وې. داسي ښکاري چې میرکل د مهاجرو په برخه کې په خپل سیاست کې یو څه بدلون راوستي وي.

هغې د دوشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل، په داسې حال کې چې د مهاجرو له پاره به کوم حد و نه ټاکل شي خو د آلمان مسیحي دیموکرات ګوند او مسیحي سوسيال اتحاد ګوندونو موافقه کړې ده چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال پیښې به بیا تکرار نه شي.

تمه کیږي چې میرکل او زیهوفر به وروسته د ټاکنو له پاره خپله اجندا اعلان کړي. میرکل له ۱۹۸۹م کال راهیسې د آلمان په سیاست کې فعاله پاته شوې ده. هغه له ۲۰۰۵م کال راهیسې د آلمان صدراعظمه ده او له هغه واخت راهیسې یې ټولې ټاکني ګټلې دي.

په راروانو ټاکنو کې به د هغې اصلي رقبت د سوسیال دیموکراتانو نوماند او د اروپايي پارلمان پخواني مشر مارتین شولتڅ، وي.

نور مطالب: