1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل پر پوتین د مخالفینو د ځپلو له امله انتقاد کړی دی

۱۳۹۱ آبان ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/16kvU

د المان صدراعظمې انگلا میرکل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ملاقات پر وخت په دغه هیواد کې د مخالفینو د سرکوبولو پر سر انتقاد کړی دی. میرکل د بیلگې په توگه د پانک پوسي رایوت د موسیقې ډلې غړو ته سزا ورکول په گوته کړل چې په نړیواله کچه یوه لانجمنه موضوع وه.

یرکل وویل چې هغه له خپل ځان څخه پوښتي چې آیا دغسې اقدامات به د روسیې په پرمختگ کې مرسته وکولای شي. د المان صدراعظمې پوتین ته ویلي دي چې په دغو څرگندونو سره نه غواړي چې پر هغه برید وکړي. په اوسني وخت کې د المان او روسیې اړیکي ترینگلې دي. د کریملین د ماڼۍ یوه تن ویاند هم څه موده وړاندې د المان د پارلمان له لوري د روسیې ضد څرگندونو پر سر انتقاد کړی وو. د روسیې ولسمشر پوتین هم د د میرکل دغه انتقاد رد کړ. د المان صدراعظمې له اتو تنو وزیرانو او د یوه لوی اقتصادي هئیت سره یو ځای مسکو ته سفر کړی وو. په دغه سفر کې روسي او الماني شرکتونو څو قراردادونه هم لاسلیک کړل.