1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: افغانستان د مرستو دوام ته اړتیا لري

احمد ولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۳ بهمن ۱۸, شنبه

د مونشن امنیتي کنفراس پر دویمه ورځ د آلمان صدراعظمې انګېلا مېرکل په خپله وینا کې د اوکراين د کړکیچ په اړه خبرې وکړي. هغې همداراز وویل چې له افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې مرستې دوام پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/1EXhF
انځور: Reuters/M. Dalder

د مونشن امنيتي کانفرانس له تيرو ۵۱ کلو راهيسي هر کال په فبروري مياشت کې په مونشن ښار کي دايريږي. سږنی کانفرانس په داسي حال کي پېل سو چي د نړۍ له ډيرو لويو کړکیچونو سره مخامخ ده. په عراق او سوريې کي د «اسلامي دولت» د وسله والې ډلې پوځي پرمختګونه، د اوکراين د ختيځ کړکیچ او په همدې توګه د کډوالو او پناه غوښتونکو مخ په زياتېدونکی شمېرې د دغو بحرانو بېلګي دي. له همدې کبله د مونشن سږنی کانفرانس ډېر مهم بلل کيږي.

له تيرو څلورو کلونو راهيسي د لومړي ځل له پاره د آلمان صدراعظمې انګېلا مېرکل هم په دغه کانفرانس کي ګډون وکړ. دا د هغه څخه يوه ورځ وروسته چي هغې د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند، سره يو ځای په کرملن کي د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تر څلورو ساعتو څخه زيات وخت تر تړلو دروازو شاته خبري وکړې.

مېرکل او اولاند له پوتين سره د اوکراين د کړکیچ موضوع مطرح کړه او د سولي پر نوي ممکنه پلان يې ورسره د نظر تبادله وکړه. مېرکل او اولاند پر همدغه موضوع د پنجشنبې په ورځ د اوکراين په پلازمېنه کيف کي د ولسمشر پېترو پوروشېنکو سره هم خبري کړې وې.

د مونشن امنيتي کانفرانس ته د مېرکل د وينا مرکزي موضوع د اوکراين په ختيځ کي د ماسکو پلوه بېلتون غوښتونکو او اوکراييني پوځ تر منځ جګړه وه. مېرکل پر روسيې سخت انتقاد وکړ چي د مارچ په مياشت کي يې د اوکراين د کريميا سيمه له ځان سره يوځای کړه او د هغه راهيسي د اوکراين په ختيځ کي د هغې په وينا د بېلتون غوښتونکو سره مرستي کوي. مېرکل د لانجې د هوارۍ له پاره د روسيې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه: «په موږ کي هيڅوک په اروپا کي د نوي نفاق او د کنټرول څخه د وتلي گواښوونکې وضعې سره لېوالتيا نه لري. موږ غواړو چي د روسيې سره په ګډه په اروپا کي امنيت تامين کړو، نه د روسيې پر ضد.»

مېرکل وويل چي له روسيې سره د لویدیځ پخوانيو همکاريو ته په کتلو سره ويل کیدای سي چي په ګډه سره ټول بحرانونه حلیدای سي: «له ايران سره د هغه د اټومي پروګرام پر تړاو د پنځه جمع يو ډلې خبري اتري او د سوريې د کيمياوي وسلو له منځه وړنه د دې ثبوت دی، چی د ټولو بحرانونو باوجوده له روسيې سره پر مهمو موضوعاتو همکاري ممکنه ده.»

«په افغانستان کې د باید د لاس ته راوړنه ساتنه وسي»

مېرکل په خپله وينا کي افغانستان ته هم ځای ورکړی وو. هغې وويل چي دا ډېره ضروري خبره ده چي په افغانستان کي د تيرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو له پاره هلي ځلي وسي. د هغې په وينا دغو لاس ته راوړنو ته بايد پراختيا هم ورکړل سي.

مېرکل وويل چي افغانستان تر ۲۰۱۶م مېلادي کال وروسته هم په امنيتي ډګر او مالي ډګر کي د نړیوالو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري. هغې زیاته کړه چي تر ۲۰۱۶م مېلادي کال وروسته د اړينو مرستو او پروګرامونو په تړاو بايد په راتلونکې نژدې وخت کي د مرسته کوونکو او افغانستان له خوا يو چوکاټ جوړ سي.

په افغانستان کي اوس څه نا څه ۱۲۰۰۰ بهرني سرتیري میشت دي چي ډیر شمیر یې امريکايان دي. دغه پوځیان د قاطع ملاتړ په نوم ماموريت په چوکاټ کي افغان امنيتي ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي. امريکا متحده ايالات غواړي چي د روان مېلادي کال تر نيمايي پوري له افغانستان څخه خپل نيمايي برخه پوځیان وباسي او د ۲۰۱۶م کال تر پای پورې په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب