1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: د یونان په هکله په څرگندونو کې باید له زغم څخه کار واخیستل شي

۱۳۹۱ شهریور ۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15xAF

د المان صدراعظمې انگلا میرکل د یونان د پورونو د بحران په اړه په عامه بحثونو کې د زغم څخه د کار اخیستلو غوښتنه کړې ده. د میرمن میرکل یوه مرکه چې د یکشنبې په ورځ د ARD د تلویزونې شبکې له لورې خپرې شوې ویلي چې کله د یونان د مسئلې پر بحث کیږي نو باید له انتخاب شوو کلمو څخه دې کار واخیستل شي.

د میرکل دغه څرگندونې وروسته تر هغې کیږي چې د سوسیال مسیحي دموکراتانو د اتحاد یو مهم غړي د بیلډ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو چې هغه اټکل کوي چې یونان به په راتلونکي کال کې د یورو زون پریږدي.