1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د کار په بازار کې د مهاجرو د ژر ادغام ملاتړ وکړ

۱۳۹۴ اسفند ۷, جمعه

میرکل د خپل هیواد د اقتصاد څانګې هغي غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی دی، چې له مخې یې باید د کار بازار ته د مهاجرو د ادغام په برخه کې سهولتونه رامنځ ته شي.

https://p.dw.com/p/1I30w
انځور: picture-alliance/dpa/B. Settnik

هغې د ادارې پروسې او بیروکراسي پر لنډولو باندي ټینګار وکړ او ویې ویلې چې د پناه غوښتونکو باید سخته څارنه وشي.

میرکل د جمعې په ورځ په مونشن ښار کې د څلورو اقتصادي ټولنو له غړو سره د لیدني پر مهال وویل چې د کار په بازار کې د مهاجرو د ادغام په موخه به د آلمان د کار فدرالي اداره له دغو ټولنو سره ډیر نزدې کار وکړي.

ميرکل د خپل دې کار هدف د ادارې موانعو له منځه وړل او همداراز له کډوالو څخه هدفمنه ساتنه عنوان کړه. هغې روښانه کړه چې کار د روزنیزو دورو د برابرولو او غځولو له لارې کیدای شي.

په عین حال کې د آلمان اقتصادي ټولنو د میرکل د پلانونو ملاټړ اعلان کړ. د آلمان صنعتي، سوداګریزې او لاسي صنایعو ټولنو په یوه ګډه اعلاميه کې وویل چې په اروپا کې یوازي د یووالي له لارې پر دغې ستونزې باندي غلبه کیدای شي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه ټولني د اروپا له بهرنیو پولو څخه د ساتني د پلان ملاتړ کوي. همداراز په اروپايي هیوادونو کې د کډوالو پر منصفانه ویشل کیدو باندي هم ټینګار شوی دی.

تر دې مخکې د آلمان اقتصادي ټولنو د دغه هیواد پر قانون جوړونکو باندي هم غږ کړی وو چې د کار بازار ته د مهاجرو د ورگډېدو شرایط یو څه اسانه کړي.

د آلمان سوداګریزو او صنایعو خونو دا هم ویلي ول چې د روزنیزو پروګرامونو پر مهال او د هغه تر بشپړیدو دوه کاله وروسته، باید مهاجر بیرته خپل هیواد ته وا نه ستول شي.

د آلمان د کارفرمایانو ټولني همداراز د دې هیواد له حکومت څخه غوښتي ول چې په آلمان کې د پناه غوښتنلیک د رسیدګي بهیر ګړندی کړي، څو مهاجر ژر د کار په بازار کې ادغام شي.