1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: د پلان له مخې له افغانستان څخه وځو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبه

مېرمن انگيلا میرکل، د ناټو له سر منشي اندرس فوغ راسموسن سره په برلین کي ولیدل او ويویل چې ناټو به د مخکیني پلان له مخي له افغانستان څخه ووزي.

https://p.dw.com/p/14qWg
انځور: Reuters

میرکل او راسموسن وویل چې دوی به له افغانستان څخه د وتلو پر ټاکل شوي پلان باندې عمل وکړي. دوې زیاته کړه چې د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنې به له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو پر وتلو باندې کومه اغیزه و نه لري.

انگلا میرکل وویل: «المان غواړي چې د ناټو غړي هیوادونه د ټاکل شوي پلان له مخې عمل وکړي.»

د ناټو پر پلان د فرانسې د ټاکنو اغیزې

د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند فرانسویس اولاندې، اوس د نظر پوښتنو له مخې د فرانسې د ټاکنو مخکښ کاندید دئ.

هغه ویلي دي چې که ټاکنې وگټي نو له افغانستان څخه به خپل ځواکونه د روان کال په پای کې راوباسي. فرانسه اوس مهال په افغانستان کې ۳۳۰۰ سرتیري لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن ویلي دي چې فرانسه د ناټو له ډیر مهمو غړو څخه ده.

په پام کې ده چې ولسمشر کرزی به هم د شیکاگو تر غونډې مخکې، المان ته سفر وکړي. د جمعې د ورځې په غونډه کې د دې کار له په د راروانې مې میاشتې ۱۵ نیټه د احتمالي تاریخ په توگه وړاندیز شوه.

میرکل وویل چې هغه پوهیږي چې افغانستان له المان څخه ځینې مالي توقعات هم لري. د هغې په خبره افغانستان کولای شي چې د ځواکونو تر وتلو وروسته هم د نړیوالې ټولنې پر مرستو باندې حساب وکړي.

د افغانستان د موضوع تر څنگ د میرکل او راسموسن په غونډه کې په پولند کې د اروپايي ټولنې د توغندیو د سیستم په اړه هم خبرې اترې وشوې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض