1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د امنیت او اقتصاد په اړه بحث وکړ

۱۳۹۶ مرداد ۳۰, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د امنیت، د مهاجرینو د حالت او د فولکس واګون آلماني موټرو د مضره ګازاتو د رسوايي په هکله په یوې تلویزیوني خپرونې کې بحث وکړ. انګلا میرکل غواړي د څلورم ځل له پاره ځان کاندید کړي.

https://p.dw.com/p/2iZbJ
Bundeskanzlerin Angela Merkel
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Ostrop

د یکشنبې په ماښام له یاداښتونو او له وړاندې نه د لیکل شوو خبرو پرته، د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د آلمان د «RTL» تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریدونکې دې تلویزیوني خپرونه کې برخه واخیسته. په آلمان کې دغه تلویزیون تر ټولو ستر خصوصي تلویزیوني چينل دی.

دا چې انګلا میرکل غواړي د څلورم ځل له پاره ځان د صدراعظمۍ مقام ته نومانده کړي، نو رایه اچوونکو هم له هغې څخه ځینې پوښتنې مطرح کړې. اوس مهال د ټاکنو په هکله سروې ښيي چې د انګلا میرکل د مسیحي دموکرات گوند «CDU» له خپل ملگري مسیحي سوسیال گوند (CSU) سره یوځای د آلمان تر ټولو ستر سیاسي اړخ دی.

په آلمان کې د بریدونو او بیا په دې وروستیو کې په بارسلونا کې وروستي بریدونو ته پام سره، له میرکل څخه وپوښتل شول چې د هغې حکومت د امنیت د ښه والي له پاره څه پلانونه لري. میرکل د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پولیسو د فعالیتونو سربیره له ټکنالوژي څخه ډیر کار اخیستل کیږي، ترڅو امنیت لا ډاډمن شي. هغې وویل چې په آلمان کې شاوخوا ۱۰ زره داسې کسان دي چې سخت دریځه شوي او له دوی څخه له ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ داسې کسان دي چې د خطر په سترګه ورته کتل کیږي.

Spanien Tatfahrzeug nach Terroranschlag in Barcelona
انځور: Reuters/S. Perez

سربیره پر دې، میرکل د ترکیې پر هغه اقدام هم نیوکه وکړه چې د شنبې په ورځ یې د انترپول یا نړیوالو پولیسو په مرسته د دوګان اکانلي په نامه یو ترکي الاصله آلمانۍ لیکوال ونیوه. دغه لیکوال د هسپانیې د پولیسو له خوا نیول شوی دی. میرکل دغه اقدام د نړیوالو پولیسو د اژانس څخه د ناوړه ګټې اخیسته ګڼي.

د خپلو خبرو په ترڅ میرکل همدا راز وویل چې «دا کار سم نه دی او خوښه یم چې هسپانیې بیرته هغه آزاد کړی». میرکل زیاتوي چې  د انترپول یا نړیوالو پولیسو په څیر له نړیوالو سازمانونو څخه د دې راز هدفونو په خاطر باید ناوړه استفاده ونه شي.

پر امنیت ټینګار

د آلمان صدراعظمې همدا راز وویل چې هغه به د آلمان د ټولو ۱۶ ایالتونو په کچه د پولیسو د تجهیز او د کړنلارو د ښه والي له پاره هڅې وکړي. هغې څرګنده کړه چې زیاتره خلک د پولیسو د پلټنو او د څار د ویډیويي سیستم په ارزښت نه پوهیږي او وايي چې دغه څه د آلمان په ټولو ایالتونو کې یو له بل سره توپیر لري. میرکل زیاته کړه چې د هغې مسیحي دموکرات ګوند به هڅې وکړي چې د پولیسو فعالیتونه همغږي کړي: «زه به په دې هکله د ایالتونو له لومړیو وزیرانو سره یو ځل بیا هم خبرې وکړم.»

Deutschland Hamburg Messerattacke in Supermarkt
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz

د خپرونې په ترڅ کې میرکل د خپل هغه موقف ننګه هم وکړه چې دوه کاله وړاندې یې د سلهاوو زره مهاجرینو پرمخ د آلمان پولې پرانییستلی. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دغه څه بل راز ترسره کیدای شوی، میرکل په ځواب کې وویل: «زه اوس هم فکر کوم چې زما پریکړه پر ځای وه.»

نومړې د اروپا په کچه د لا ډیر پیوستون غوښتنه وکړه ترڅو له یونان او ایټالیا سره چې پولو ته یې لوړ شمیر مهاجرین رارسیږي، مرستې وشي.

میرکل او د موټر جوړونې سکتور

میرکل د خپرونې ګډونوالو ته وویل چې هغه د فولکس واګون ډیزل افتضاح څخه وروسته  د آلمان د موټر جوړونې صنعت  ناهیلي کړې. هغې وویل چې د چاپیریال ساتنې د پخوانۍ وزیرې په توګه هغه د دې کار په پایلو ښه خبره ده.

Wolfsburg Volkswagen-Werk Mitarbeiter
انځور: Imago/H. Oed

میرکل د خپرونې ګډونوالو ته وویل چې هغه «په غصه ده». هغه وخت چې له میرکل څخه د یوه موټر مالک پوښتنه وکړه چې ولې آلمانان تر امریکايي موټر مالکانو خراب امتیاز ترلاسه کوي، میرکل وویل چې دغه څه د دوه جلا قانوني سیستمونو پایله ده.

د دې سربیره، میرکل د موټر جوړونې په سکتور غږ وکړ چې په آلمان کې د موټرونو هغو پیردونکو ته چې د دې رسوايي له امله یې د موتر ارزښت کم شوی، لا ښه امتیازات ورکړي او وايي چې په بل صورت کې «د آلمان د موټر جوړونې سکتور چې ټوله نړۍ ورته د احترام په سترګه ګوري، ډیر زیان وویني».