1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د اروپا پارلمان ته وینا کوي

۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16e2y

د المان صدر اعظمه انګلا میرکل، به د چهار شنبې په ورځ په پروکسل کې د اروپايي ټولنې د پارلمان پر وړاندې د خپلې تګ لارې په اړه خبرې اترې وکړي.

میرکل به په اروپا کې د اقتصادي اتحاد، ګډې پیسې پر ارزښت او د پورونو له روان کړکیچ څخه د وتلو په اړه خبرې اترې وکړي. انګلا میرکل به تر خپلې وینا وروسته انګلستان ته سفر وکړي او هلته به له لومړي وزیر دیوید کمرون سره وویني.