1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او لاګارد د یورو د بحران په هکله سلامشورې وکړې

۱۳۹۰ دی ۲۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/13hZR

د فرانسې د جمهور ریس، نیکولا سرکوزي، سره تر خبرو اترو یوه ورځ وروسته د آلمان صدراعظمې، انګېلا مېرکل، د نړیوال وجهي صندوق د ریسی، کریستین لاګارد، سره د یورو د بحران په اړه سلامشورې وکړې.

د حکومت ویاند، شتیفن زایبرت، وویل چي همدارنګه د یونان د وضعې او په آتن کي د ترویکا د راتلونکي ماموریت په اړه هم بحثونه تر سره سول. خو د نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویل سوي.

په دغو خبرو اترو کي ښایي په دې اړه هم پوښتنې راولاړې سوي وي چي نړیوال وجهي صندوق به تر کومو شرایطو لاندې یونان ته په راتلونکې کي د مرستو پیسې ورکوي.

د یونان مؤقتی صدراعظم، لوکاس پپادېموس، څو ورځې مخکې ویلې وه چي که د ده هیواد د مارچ په میاشت کي نړیوالې مرستې تر لاسه نه کړي، نو هیواد به یې د دولتی ډیوالیتوب سره مخامخ سي.