1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او ترمپ د لومړي ځل له پاره په سپینې ماڼۍ کې سره ویني

۱۳۹۵ اسفند ۲۷, جمعه

دونالد ترمپ به د جمعې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د آلمانۍ صدراعظمې انګلا میرکل کوربه وي. دا لیدنه په داسې حال کې د آلمان او امریکا د راتلونکو اړیکو له پاره مهمه ده چې ترمپ د «امریکا لومړۍ» پر شعار ټینګار کوي.

https://p.dw.com/p/2ZMUR
Berlin Regierungsflugzeug vor Start nach Washington
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د امریکا او آلمان مشران به په دې لیدنه کې پر دفاعي، سوداګریزو او امنیتي مسائیلو سره خبرې وکړي. پر دې سربیره به ترمپ او میرکل د شغلي زده کړو په مرکز کې د آلماني او امریکایي مخکښو سوداګرو کوربه وي. پلان شوې ده چې امریکایي او آلماني مشران به په یوې خبرې ناسته کې هم ګډون وکړي.

په اصل کې پلان شوې وه چې میرکل د سه شنبې په ورځ امریکا ته ولاړه شي، خو په واشنګټن کې د توپان له کبله د هغې سفر د جمعې ورځې ته وخنډول شو.

ترمپ او میرکل د کډوالو له موضوع نیولې بیا د نړیوالو سازمانونو تر ونډې پورې له یو بل ډیر جلا لیدلورونه لري. خو تمه کیږي چې دواړه به په دې لیدنه کې راتلونکې احتمالي ننګونې یو څه له منځه یوسي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي دي چې ترمپ کیدای شي پر خپلې هغې غوښتنې باندې ټینګار وکړي چې د امریکا اروپايي متحدین دې په ناټو کې خپل ونډه سر ته ورسوي. پر دې سربیره به هغه له میرکل څخه د روسیې پر وړاندې د یوه سیاست د غوره کولو په برخه کې مشورې واخلي.

په عین حال کې به د G20 تر غونډې مخکې پر امنیتي مسایلو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې هم بحث وشي. د آلمان مونشن ښار به د جولای په میاشت کې د G20 د غونډې کوربه وي.

یوه جنجالي موضوع چې تمه یې کیږي په دې لیدنه کې ورباندې بحث وشي د ترمپ هغه سیاست دی چې وایي په هرې موضوع کې «لومړی د امریکا» په اړه فکر کوي. میرکل بیا د آزاد تجارت او پرانیستو بازارونه پلوي ده.