1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"افغانستان ته په ګډه ننوتلي یو په ګډه وځو"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د المان صدراعظمې انګلا مرکل د خپل هیواد پارلمان ته په‎ وینا کې وویل چې افغانستان نور د القاعدې پناه ځای نه دﺉ، طالبان کمزورې شوي او افغان ځواکونه پیاوړي شوي دي.

https://p.dw.com/p/14smp
انځور: picture-alliance/dpa

په شیکاګو کې د ناتو د غړو هیوادونو له سترې سرمشرییزي څخه څه باندې یوه اونۍ مخکې، د المان صدراعظمې انګلا میرکل د پنجشنبې په ورځ وویل چې المان او نور نړیوال ځواکونه افغانستان ته په «ګډه ننوتلي دي او په ګډه ورڅخه وځي» دا ځکه چې د میرکل د وینا له مخې نړیواله ټولنه په افغانستان کې ډیرو هغو هدفونو ته ورسیده چې د هغو د لاس ته راوړولو له پاره ئې د افغانستان ماموریت پیل کړی ؤ:

«پرته له شک څخه چې په دې موده کې مو هلته ځینې ګذارونه وزغمل، خو په دې کې هم شک نه شته چې ډیرو هدفونو ته ورسیدو. دا هیواد نور د القاعدې پناه ځای نه دس. طالبان ضعیفه شوي دي. د بریدونو په شمیر کې په پر له پسې توګه کموالی راغلی دئ. په عین وخت کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو چې د ایساف په مرسته روزل کیږي، په شمیر کې زیاتوالی راغلی دئ او سږ کال به د هغوی شمیر ۳۵۰ زرو ته ورسیږي.»

میرکل چې د المان فدرالي شورا یا بونستګ ته ئې د پنجشنبې په ورځ د ګن شمیر کورنیو، اروپایي او نورو نړیوالو مسائلو په اړه د خپل حکومت دریځ روښانه کړ وویل چې المان او د ناتو تر مشري لاندې نړیوال ځواکونه د منل شوي پلان له مخې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه وځي. خو هغې وویل چې له دغې نیټې څخه وروسته هم افغانستان یواځې نه پریښودل کیږي. میرکل په دې اړه د شیکاکو غونډې ته په اشارې سره وویل:

«موږ هلته د ایساف د اوسني ماموریت نتیجه ګیري کوو او د یو ډاډمن او ثبات لرونکي افغانستان له پاره به د یو لړ نوو اقدماتو پریکړه وکړو.»

میرکل وویل چې نړیوالې ټولنې په وار وار سره افغانستان ته ډاډ ورکړی دئ چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم له دغه هیواد سره «امنیتی- سیاسی، اقتصادی او مدني» مرستې وشي.

د شیکاگو په غونډه کې پر افغانستان سربیره پر نورو موضوعگانو هم خبرې کیږي

هغې دغه راز د ناتو په راتلونکې سر مشرییزه کې په نړۍ کې د وسلو د کمولو په هکله په خبرو اترو کې د پرمختګ هیله څرګنده کړه. د افغانستان د موضوع سربیره د شیکاگو په غونډه کې د توغندیو د دفاعي سیستم په اړه هم خبې کیږي. دغه سیستم امریکا په اروپا کې د ایران د احتمالي برید د له منځه وړلو له پاره جوړوي خو روسیه ئې مخالفت کوي او د مسکو له پاره ئې ګواښ ګني. د المان صدراعظمې په خپلې وینا کې یادونه وکړه چې په دې موضوع له روسیې سره خبری اتری روانی دی:

«په دې هکله نظریات سره ټوپیر لري چې څرنګه د دغه دفاعي سیستم پلان دعمل په ډګر کې پلي شي. خو موږ په جدي توګه زیار باسو چې له روسیې سره په دې هکله همکاري وکړو. د همکاریو وړاندیز پر ځای پاته دئ.»

د المان صدراعظمې دغه راز په خپلې وینا کې په سپینې روسیې او اوکراین کې پر«واکمنو غیرې دیموکراتیکو» مناسباتو باندې نیوکه وکړه. هغې په المان او نورو اروپایي هیوادونو کې د سولی او ازادۍ اهمیت ته اشاره وکړه او هغه ئې د اروپا ستره لاسته راوړنه وګنله. میرکل وویل چې په اوکراین او سپینې روسیې کې دیکتاتوري او اختناق حکومت کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش