1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: آلمان ټول کډوال نه شي منلای

ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۱۱, شنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، د شنبې په ورځ په خپل اونیز ویدیویي پیغام کې وویل چې هیواد یې مجبور دی یوازې هغه کډوال ومني چې په رښتیا سره له خطرناکو ځواکونو څخه ساتنې ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/1GiF6
Flüchtlinge / EU-Gipfel / Brüssel / Merkel
انځور: picture-alliance/AA

میرکل وویل: «موږ باید دا خبره روښانه کړو چې هر هغه کس چې ساتنې او محافظت ته اړتیا لري، له موږ سره هغه ترلاسه کولای شي. خو هغه کسان چې محافظت ته اړتیا نه لري او یوازې د اقتصادي لاملونو له کبله دلته راځي، باید بیرته زموږ له هیواد څخه ووځي.»

میرکل د خپلو هغو وروستیو څرګندونو په تایید کې چې آلمان دغه هیواد ته ټول رسیدونکي کډوال نه شي منلی، زیاته کړه: «موږ باید په دې برخه کې قاطع ووسو.»

د آلمان پر صدراعظمې باندې د هغې د حکومت د نورو ګوندونو له خوا فشار موجود دی او له هغې څخه غواړی چې دا خبره واضیح کړی چې آلمان د کډوالو د منلو په برخه کې نامحدوده امکانات نه لري.

د آلمان د بایرین ایالت د ماليې وزیر مارکوس سویدر، وړاندیز کړی دی چې آلمان دې پر خپلو پولو باندې پوځونه ځای پر ځای کړي. هغه ټینګار کړی دی چې دغه هیواد باید د کډوالو د منلو په برخه کې واقعبینانه عمل وکړي. هغه ویلي دي: «که موږ خپلې پولې و نه ساتو، نو موږ داسې یو روښانه زیګنال چې هر څوک نه شي کولای آلمان ته راشي، نه شو استولی. په دې صورت کې به د کډوالو څپه هیڅکله هم بنده نه شي.»

د میرکل د حکومت د ایتلافي سوسیال دیموکرات ګوند یو شمیر غړي پر میرکل باندې غږ کوي چې د ستنیدونکو کډوالو له پاره یو شمیر وټاکي. خو د دې ګوند یو شمیر نور غړي بیا وایي چې دا د ګوند دریځ نه دی.

Deutschland Flüchtling macht Selfie mit Merkel in Berlin-Spandau
انځور: Reuters/F. Bensch

وروستۍ ټولپوښتنې ښيي چې عام آلمانیان هم اوس په دې اړه په فکر کې شوي دي چې هیواد به یې د کډوالو له کړکیچ سره څرنګه چلن وکړي. داسې اټکل کیږي چې آلمان په روان کال کې کیدای شي د یو میلیون کډوالو اسناد وڅیړي.

میرکل هم د هغو کسانو دفاع وکړه چې د کډوالو د لوړ شمیر په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې ده. هغې وویل: «دا داسې یوه موضوع ده چې تر دې مخکې موږ ورسره تر دې لوړې اندازې پورې هیڅ وخت نه وو مخامخ شوي. موږ په ناڅاپي توګه د سوریې له جګړې سره مخامخ شو چې تر اوسه پورې مو یوازې د تلویزیون له لارې تعقیبوله. خو اوس دا موږ ته په یوې واقعې موضوع باندې بدله شوې ده. اوس د دې هیواد د جګړې له کبله زموږ هیواد ته کډوال رسیږي.»

میرکل ټینګار وکړ چې په آلمان کې باید د کډوالو د ادغام د تر ټولو ښې لارې موندلو په باب بحثونه په لاره واچول شي. خو هغې روښانه کړه چې د کډوالو موضوع اوس د ټولې اروپا له پاره یوه آزموینه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب