1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ښځینه ډاکټرانو نه شتون لویه ستونزه ده»

۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبه

د میدان وردگ ولایت یو شمیر اوسیدونکي وايي چې په دې ولایت کې یو شمیر روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي خو پکښې د ښځینه ډاکټرانو نه شتون تر ټولو لویه ستونزه ده.

https://p.dw.com/p/15wZc

د دغه ولایت د روغتیا چارواکي د خلکو ستونزې مني او وایي چې په نوي کال کې به د لیرو پرتو ولسوالیو د رغیتا ستونزه حل کړي. نا امني په دغه برخه کې تر ټولو لویه ننګونه ګڼل کیږي.

د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ اوسیدونکی محمد خان، وایی چې په هغه په ولسوالۍ کې په ټولیز ډول درې کلینیکونه شتون لری خو نه پکښې د ښځینه ناروغانو له پاره اسانتیاوې برابرې شوې دي او نه د نارینه ناروغانو ستونزې پکښې حلیدای شي.

په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت په مرکز کې د نوي حکومت له راتګ سره یو عصري روغتون رغول شوی دي چې دوه پنځوس بسرونه لري. د دغه روغتون یو ډاکټر کمال الدین، وايي چې دوی اوس داسي ماشینونه فعال کړي دي چې په نورو ولایتي روغتنونو کې شتون لري او هغه ناروغان چې تر دې مخکې به د درملنې له پاره کابل ته لیږدول کیدل اوس په همدې ولایت کې تر درملنې لاندې نیول کیږي:

«همدا اوس موږ دلته فعال لابراتوار لرو، التراسوند ماشینونه لرو. موږ د ماشومانو له پاره پرمختللي وسایل لرو. د نتریشن دستګاوې مو هم راوړي دي او تمه ده چې ډیر ژر به دغلته د التراسوند ماشینونه هم فعاله شي.»

په همدې حال کې د یو شمیر سیمو خلک په لیرې پرتو برخو کې د کلینکونو نه شتون بله لویه ستونزه بولي. خو د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا رئیس دغه ادعا نه مني.

نوموړی وايي چې دوی د ولایت په ټولو ولسوالیو کې مجهز کلینیکونه لري: «موږ د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ له مخې په ټولو ولسوالیو کي کلینیکونه او په مرکز کې مجهز ولایتي روغتون لرو. کلینکونه مو سل په سلو کې اساسي ودانۍ لري او ورته مو د اړتیا وړ ټول هغه طبي وسایل هم استولي دي چې اړتیا ورته لیدل کیږي.»

د میدان وردګ د مرکزي روغتون ډاکټر عبدالله بیا وایي چې دوی په دې ورستیو کې روغتون ته د نوو زیږدلو ماشومانو د ساتنې او پالنې هغه دستګاوې راوړي دي چې په ډیرو پرمختللو ملکونو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي او دا پخپله د روغتیا په برخه کې یو لوی پرمختګ دئ.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش