1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مک کريسټل د خپلو خبرو د سپيناوي د پاره سپيني ماڼۍ ته ورغوښتل سوی

۱۳۸۹ تیر ۲, چهارشنبه

د افغانستان طالبان نه، بلکي په امريکا کي د موسيقۍ په اړه يوه چاپي مجله چي «رولينګ ستون» نوميږي، د دې لامل ورګرځېده، چي د ناټو جنرال ستنلي مک کريسټل د ډيرو ستونزو سره مخامخ کړي.

https://p.dw.com/p/O0bb
جنرال سټنلي ميک کريسټل
جنرال سټنلي ميک کريسټلانځور: AP

د ده په اړه د يو وتلي سياسي خبريال مايکل هېستينګس يوه مقاله وه چي د ده ژوند پکښي انځور سوی و او سرليک يې ورته « يو خپلسری جنرال» ټاکل سوی و.

په مقاله کي د مک کريسټل او د هغه د همکارانو دخولې ډېري ناوړه څرګندوني راغلي دي چي د متحده ايالاتو د ولسمشر، د هغه د مرستيال جو بايډن او په افغانستان کي د امريکا د سفير، کارل ايکنبېري په هکله سوي دي.

مک کريسټل نن د چهارشنبې په ورځ سپيني ماڼۍ ته ورغوښتل سوی دی تر څو د خپلو خبرو سپيناوی وکړي.

د ولسمشر اوباما او د مک کريسټل د پخواني ملاتړ کونکي يا د دفاع د وزير رابرت ګېټس په مقابل کي به دغه جنرال، نن د چارشنبې په ورځ د خپلو نيوکو په اړه سپيناوی کوي، دغه خبر د امريکا ملي راډيو ان پي ار خپور کړی دی.

دا چي مک کريسټل به ددغي ليدني کتنې وروسته هم د متحده ايالاتو د ځواکونو عمومي قوماندان وي، که نه، په دې کي د واشنګټن سياسي څارونکي شک لري.

ځکه چي هغه نقل قولونه چي د رولينګ سټون مجلي په افغانستان کي د اوباما د تر ټولو مهم سړي او د هغه د همکارانو د خولې راوستي دي، ښايي چي دوئ په رښتيا سره کړي وي.

په هر صورت مک کريسټل لا دغه څرګندوني رد کړي هم نه دي، د سي ان ان نړيواله شبکه يې په هکله خبر ورکوي چي بر عکس: مک کريسټل د شپې له خوا حتی د بخښني يو ليک د افغانستان څخه د سپيني ماڼۍ په پته استولی دی.

په ليک کي ويل سوي دي چي، دايوه اشتباه وه، يوه غلطه ارزونه وه او دا کار بايد نه وای سوی. حرمت او شخصي احترام هغه پرينسيپونه دي، چي مک کريسټل وايي تل يې د مخه عمل کړی دی. هغه څه چي په مقاله کي راغلي دي،د دغو اساساتو سره سمون نه لري.

خو د مک کريسټل بخښنه هم هغه ستونزي د منځه نه سي وړلای چي د «رولينګ ستون» په مقاله کي يادي سوي دي.

جنرال د رولينګ ستون په حواله خپلو همکارانو ته ويلي دي چي د اوباما سره د ده لومړۍ کتنه مايوسونکې وه. ځکه چي د جنرال په نقل قول، دغه ليدنه کتنه يوازي يوه سطحي لس دقيقه ای د عکس اخيستلو پېښه وه.

د مقالې د مخه اوباما او مک کريسټل د اول سر څخه، سمي خپلمنځي اړيکي نه درلودې.

مک کريسټل د «رولينګ ستون» مجلې ته ويلي دي چي د افغانستان د راتلونکي ستراتيژۍ په اړه څو مياشتني بحثونه له ستونزو او ناندرو ډګ ول.

په سپينه ماڼۍ کي په آسانۍ سره پرېکړه هم نه کېدله. هغهْ سپيني ماڼۍ ته داسې يوه مفکوره ورکړه چي په اصطلاح ورباندي نه پلورل کېدله، ځکه چي د زياتو ځواکونو غوښتنه يې وکړه.

مرستيال ولسمشر جو بايډن هم د مک کريسټل په څرګندونو کې ښه نه دی ياد شوی. جنرال مک کريسټل او د هغهْ نژدې همکاران د رولينګ ستون په حواله مرستيال ولسمشر ته د يو سست عنصره او د خندا وړ سړي په سترګه ګوري.

له دغو هراړخيزو ضربو او سختو نيوکو وروسته به مک کريسټل ډېري ستونزي ولري او په سپينه ماڼۍ کي به څوک ښايي ورڅخه نور ملاتړ هم نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې شاتګونه ډېر دي او بايد له ده څخه په اوس وخت کې ملاتړ هم ډېر وای.

Sina, Ralph/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل