1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مک کرستل: د افغانانو کورونه او جوماتونه به يواځي د افغان عسکرو له خوا لټول کيږی

۱۳۸۸ تیر ۱۶, سه‌شنبه

په افغانستان کي د نړيوال سوله ساتونکي ځواکونو د نوي قوماندان، جنرال Stanley McChrystal په هدايت سره به په راتلونکی کی په افغانستان کی د بهرنيو ځواکونو هوايي حملی محدود کړاي شی.

https://p.dw.com/p/IifZ
Stanley McChrystalانځور: AP

د جنرال ميک کريستال په فرمان کی چي ځينۍ برخي يي خپاره شوی ويل کیږی «مونږ بايد په راتلونکی کی د هغه پيښو مخنوی وکړو، چی د تاکتيکی بريالیتوبونو په خاطر، ستراتيژي ماتي تر لاسه کو. په دی مانا چی مونږ د ډیر شميرملکی تلفاتو او يا زیاتو مالی تاوانونو له امله ولس را پارو» .

دغه هدايت هم د نړیوال سوله ساتونکی ځواکونو لپاره چی قومانداني يي د ناتو په لاس کي ده، اعتبارلري او هم د امریکايي عسکرو لپاره.

جنرال ميک کريستال وايي چی« زه د ټولو قوماندانانو څخه، په هر مقام کی چي دی دا انتظار لرم چی دوي په راتلونکی کی د هوايی حملو څخه په تيره بيا په هغه سیمو کی مسکونی سیمي بلل کیږی، يا په نورو مواردو کی چی هوايی حملی د زياتو ملکی تلفاتو د خطرونو سره تړلۍ وي، بايد د دغه نوی فرمان په اساس عمل وکړی، بايد مخکی د عمل څخه پو ښتنه وشی او بايد په عمومی دول سره هوايی حملی محدود پاتي شی».

او که چيری دهوايی عملیاتو څخه کار اخيستل کیږي، بايد مخکي له دی څخه چی عملیات وشي، د دغه هوايی عملیاتو ګټه دهغه تاوانونو سره پرتله کړاي شی چي احتمالا ملکی وګړو ته رسیږی او له دی امله ولس زمونږ په ضد راپاريږی. زمونږ اساسی موخه بايد دا وی چي مونږ د افغانانو ملاتړ تر لاسه کړو.

دغه نوي هدايت چی په افغانستان کی د امریکایانو د نوي قوماندان له خوا ورکړ شوی ، د افغانستان لپاره د امریکی متحده ایالتونو د ولسمشر بارک اوباما دهغه نوی ستراتيژی يوه برخه ده چی دافغانستان دپاره ييٍ وړاندی کړی . او ددغه نوۍ ستراتيژی اساسي برخه داده چي بايد په افغانستان کی دبيرته روغونی دپروژو چاري په چټکي سره پرومخ ولاړ شي او ددغه هيواد پرمختیايی مسايلو ته به اساسی ټوګه پاملرنه وشی تر ځو دافغانستان خلک ددغه پروژو څخه دګټي اخیستلو احساس وکړی او په دي توګه وګړي دافغانستان دحکومت به ملاتړ ودريږي.

په افغانستان کی د ولسمشر بارک اوباما دغه نوی ستراتيژي د امریکی متحده ايالتونو دپخوانی ولسمشر جورج ډبليو بوش دتګلاري سره دا توپير لری چی د بوش حکومت په افغانستان کي زياتره پوځي عملیاتو ته متوجه و.

د امریکی متحده ایالتونو حکومت له همدی امله افغانستا ن ته خپل نوي قوماندان جنرال ميک کريستال استولی.

په افغانستان کی د امریکایانو او د ناتو هوايي عملیاتو له امله څو څوواری ملکی وګړو ته ډير سخت ځاني او مالی تاونونه رسيدلي او خلک په افغانستان کی له دي امله دبهرنيو ځواکونو په ضد ډیر سخت را پاريدلي.

دوه اونی دمخه دملګرو ملتونو دټولنۍ لوي منشی بان کی مون دامن جرګي ته په يوه رپوټ کی په افغانستان کی دملکی وګړو دتلفاتو شمير دروان ميلادی کال د جنوری د میاشتي نه دمی تر میاشتی پوري 800 ښودلۍ چي دغه شمير به همدی موده کی دتير کال په پرتله په سلو کی 24 زيات دی.

که څه هم چي دملګرو ملتونو په رپوټ کی ويل شوی چي ددغه تلفاتو عاملین په سلو کی 55 مقاومت کونکي دی او دريمه برخه يی دعسکرو له خوا شوی او په سلو کی د 12 نوروپه اړه سړی نشی ویلای چی اصلی عاملین به يی څوک وی خو کوم ملکی تلفات چی چي پو ځیان يی عامل بلل کیږی، هغه د هوايی عملیاتو څڅه رامنځ ته شوي.

د افغانستان لپاره د امريکي متحده ايالتونو د نوی قو ماندان جنرال ميک کریستال په فرمان کي دا هم ويل شوی دی چی په راتلونکی کي به د افغانانو کورونه او جوماتونه يواځي د افغان عسکرو له خوا لټول کيږی او نړيوال سوله ساتونکی ځواکونه او امریکایان به نور دا کار نه کوی.

ضيا فضلی

کتونکی: يحيی وردک