مکين: په افغانستان کي برياوي د گواښ سره مخامخ دي
۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبهمکين زياته کړي اوس چي په افغانستان کي ميشت بهرني ځواکونه غواړي د افغانستان په شرق کي پر طالبانو فشار واچوي، د دوی د شمير کميدل کيدای سي په دې هڅي کي ستونزي رامنځ ته کړي.
جان مکين او د هغه ملګري سناتور، ليندسي ګراهام، ويلي چي دوی د پاکستان په اړه هم انديښنه لري ځکه، چي دغه هيواد په افغانستان کي له هغو ډلو سره چي د افغان حکومت، امريکا او بهرنيو ملګرو سره يي په جګړه بوخت دي اړيکي لري.
د تيري مياشت په وروستيو کي بارک اوباما د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو له پاره خپل پلان اعلان کړ چي، له مخي به يي له افغانستان څخه د راتلونکي کال تر دوبي پوري 33000 سرتيري وباسي.
د اوباما دغه پلان د امريکايي پوځي قوماندانانو د مشورو پر خلاف ؤ، ځکه چي پوځي قوماندان د افغانستان څخه د کمو بهرنيو ځواکونو د وتلو پلويان ول.
افغانستان ته په خپل سفر کي، جان مکين، يو خبري کنفرانس ته وويل چي د هغه اصلي انديښنه، دا ده چي دغه لږ شمير امريکايي سرتير به و نه سي کولای چي د افغانستان له جنوب څخه د دغه هيواد په شرق کي طالبان تر فشار راولي.
په 2009 کال کي د اوباما لخوا افغانستان ته اضافي ليږدول سوي امريکايي سرتيري ډير وخت د دغه هيواد په جنوب کي د طالبانو سره په جګړه بوخت ول، خو په عيني وخت کي بيا د افغانستان په شرقي سرحدي ولايتونو کي وضعيت خراب سوی.
په دغو ولايتونو کي د افغانستان ولسوال مخالفين د ژمي پر مهال په پاکستان کي خپلو اډو ته ستنيږي او کله چي دوبی سي، يوځل بيا افغانستان ته راځي او د بهرنيو او افغان ځواکونو په وړاندي خپل بريدونه تر سره کوي.
مکين وايي چي د امريکايي سرتيرو کميدل کيدای سي د افغانستان په شرقي ولايتونو کي پر پوځي عملياتو اغيزه واچوي.
« زه فکر کوم چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د شميرکمول ضروري نه ده او له همدې کبله هيڅ پوځي قوماندان هم ولسمشر ته داسي کومه مشوره ورنه کړه.»
مکين په خپل پروني کنفرانس کي وويل چي د پاکستان د استخباراتي شبکي او افغان جنګياليو تر منځ اړيکي هم بايد له پامه و نه غورځول سي.
«موږ بايد د پاکستان سره په واقعبينانه ډول برخورد وکړو او دا خبره بايد ومنو چي د پاکستان د استخباراتي شبکې، طالبانو او حقاني ډلي تر منځ نږدې اړيکي موجود دي.»
امريکايي سناتوران په خپل پروني خبري کنفرانس کي وويل چي پاکستان بايد د تروريستانو په وړاندي لا سخت دريځ خپل کړي او خپل ملګري بايد انتخاب کړي.
دغو سناتورانو همدا راز پر ولسمشر حامد کرزي ږغ وکړ چي په افغانستان کي د اداري فساد په وړاندي سخت جګړه وکړي او په دغه هيواد کي د پارلماني ټاکنو پر سر سياسي بحران له منځه يوسي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل