1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مکين:د اداري فساد او حقاني شبکې په اړه اندېښمن يو

۱۳۸۹ آبان ۲۰, پنجشنبه

د امريکا د جمهوريت غوښتونکو د ګوند غړی جان مکين د څو تنو سناتورانو په مشرۍ د حامد کرزي سره د خبرو د پاره تيره ورځ کابل ته رسيدلی.

https://p.dw.com/p/Q5jU
مکين:«موږ د حقاني ډلي په اړه ډيره انديښنه لرو »
مکين:«موږ د حقاني ډلي په اړه ډيره انديښنه لرو »انځور: AP

جان مکين پرون ناوخته په کابل کي د امريکا په سفارت کي په يوه خبري غونډه کي په افغانستان کي له اداري فساد او د حقاني ډلي له فعاليتونو انديښنه څرګنده کړه او پر کابل يې ږغ وکړی چي په دغو برخو کي خپلي هڅي ګړندۍ کړي.

د حقاني ډله په هغه بريد تورنه سوي چي تير کال په خوست کي د امريکا د څارګري ادارې پر مامورينو وسو او پکښي شاوخوا اته تنه د CIA غړي ووژل سول.

د امريکا دولت له دغه بريد وروسته د حقاني پر ډلي باندي د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله او په خاصه توګه د افغانستان په ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو کي ډير فشار راوست او يو شمير قوماندانان يې په دغو بريدونو کي مړه او ژوبل سول.

جان مکين چي ويل کيږي له ولسمشر کرزي سره به هم وګوري د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کي شوي پرمختګونه وستايل او ټينګار يې وکړی چي د امريکا ولسمشر بايد له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو مهال ويش د حالاتو له سمون سره برابر کړي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي چي د ۲۰۱۱ کال د جولای په مياشت کي به له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د ايستلو لړۍ پيل کړي.

د اوباما دغه پلان په افغانستان او امريکا کي دننه تر سختو نيوکو لاندي دی.

د سيمي د حالاتو شنونکي او په خاصه توګه د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند پلويان وايي چي په افغانستان کي بايد د تيرو څو کلونو لاس ته راوړني له دغه ملک څخه د امريکايي سرتيرو په وتلو سره بيرته طالبانو ته پري نښودل سي.

هغوی وايي چي افغان دولت دمګړی دومره توان نه لري چي د امريکايي ځواکونو له ملاتړ پرته د ملک امنيتي چاري سمبال کړي دا هغه وينا ده چي د بارک اوباما له پلان سره په ټکر کي ده.

جان مکين کابل ته له خپل سفر دمخه ويلي چي د اوباما هغه پلان ناسم دی چي وايي په راتلونکي جولای کي به له افغانستان څخه د سرتيرو د وتلو پروسه پيل کړي.

کابل ته د جان مکين دغه له مخکي څخه نه اعلام سوي سفر په داسي حال کي صورت مومي چي د امريکا ولسمشر بارک اوباما د اسيا په دوره وتلی.

خبري آژانسونه کاږي چي د کرزي دولت له جمهوريت غوښتونکو سره نږدې اړيکي لري او مکين هم په همدې موخه کابل ته راغلی چي له ولسمشر کرزي سره د امريکا په دوامدارو همکاريو صادقانه ټينګار وکړي.

د سياسي چارو مبصر بشيرسمسور په اند د سنا په مجلس کي د غوڅ اکثريت ترلاسه کولو وروسته جمهوري غوښتونکي په دې قادر کړل چي يو ځل بيا د افغانستان په سياست کي فعاله برخه واخلي.

نوموړي وايي کله چي اوباما له جمهوريت غوښتونکي ګوند څخه د ولسمشرۍ څوکۍ وګټله نو له هغه مهال راهيسي د جمهوري غوښتونکو او افغان حکومت تر منځ په اړيکو کي ليري والی راغلی وو چي ښايي اوس بيرته دغه اړيکي را ژوندۍ سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل