ميک کريسټل د افغانستان په اړوند د جرمنيانو څخه څه غواړي؟
۱۳۸۹ فروردین ۳۱, سهشنبهکه څه هم برلين ته، په افغانستان کي دنړيوال سوله ساتي ځواک د ستر قوماندان ، جنرال سټنلي ميک کريسټل سفر، چي د سه شنبې د ورځي دپاره پلان سوی وه، په آلمان کي د الوتکو پر تګ راتګ باندي دبنديزونو له امله ځنډيدلی خو بياهم دا پوښتنه پر خپل ځاي ده، چي برلين ته به د هغه دسفر موخه څه وي؟
آلمانانو د افغانستان په شمال کي ددو اونيو په ترڅ کي خپل اوه تنه عسکر له لاسه ورکړي دي،چي وروستي يې د تيري پنجشنبې په ورځ د اپريل دمياشتي پر 15 نېټه د بغلان په ولايت کي ول.
دBild am Sonntag په نامه آلمانۍ ورځپاڼه ليکي،چي په بغلان کي دعملياتو د پيل څخه تر مخه دافغانستان په شمال کي د آلماني عسکرو د عملياتي ډلي د قومندانۍ او په کابل کي د امريکايانو د لارښونکي قوماندانۍ ترمنځ د بغلان د عملياتو په هکله د نظريو اختلاف و.
آلمانانو په ليکلې توګه په کابل کي د امريکايانو قوماندان ته دا خبره په ډاګه کړی و، چي په بغلان کي د ميک کريسټل له خوا پلان سوي عمليات به سمه نتيجه ورنه کړي. خو په کابل کي د امريکايانو مرکزي قومندانۍ پر دي ټينګار کړي، چي دغه عمليات بايد سرته ورسيږي.
د اپريل دمياشتي پر 17 نېټه د آلمان ددفاع وزارت دdpa د خبر رسولو آژانس ديوې پوښتني په ځواب کي د څو ګوتنبرګ د وياند د خولې څخه وايي، چي« په شمال کي د نړيوال سوله ساتي ځواکISAF قوماندان دا خبره کړې، چي دلته د قطعاتو د بدليدلو له امله په روان وخت کي ددغه عملياتو د ملاتړ لپاره په کافي اندازه افراد نسته او بايد ددغه نيمګړتيا د پوره کولو لپاره د نورو قطعاتو څخه ځواکونه را وبلل سي تر څو انډول برابرسي.»
په هرو څو مياشتو کي په افغانستان کي د آلماني عسکرو قطعات بدليږي. پخواني عسکر ځي او پر ځای يې نوي عسکر راځي.
دLeipziger Volkszeitung په نامه آلمانۍ ورځپاڼه ليکي، چي په افغانستان کي د ناټو ستر امريکايي قوماندان ميک کريسټل له آلمانانو څخه دا تمه لري، چي په راتلونکي دوبي کي بايد آلمانان په هغه سترو تعروضي عملياتو کي ونډه واخلي، چي د طالبانو پر ضد پلان سوي دي.
ميک کريسټل دا هم غواړي، چي په افغانستان کي آلماني عسکر دي دطالبانو او نورو تند لارو اسلامي ډلو سره په مبارزه کي د امريکايانو د ستراتيژي سره عيار کړای سي.
dpa/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل