1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکوزور: پاراگوای ته د ګډون اجازه نه ور کوو

۱۳۹۱ تیر ۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15KqV

د میرکوزور په نامه د جنوبي افریقا اقتصادي اتحادیې پاراګوای ته اجازه ور نه کړه، چي په راتلونکې سرمشریزه کي ګډون وکړي ، د دغه کار علت د پاراګوای له خوا له خپلي وظیفې څخه د جمهور رئیس فیرناندو لوګو ایسته کول دي. د ارجنټاین خارجه وزارت خبر ورکړ، چي دولتي مشرانو د راتلونکي جمعې په ورځ په غونډه کي، چي د ارجنټاین په میندوسا کي به تر سره سي، دا هم غوښتل چي د پاراګوای د نوي حکومت پر ضد نور بنديزونه هم وضعه کړي. د میرکوزور د اتحادیې غړو په یوه ګډه اعلاميه کی د لوګو ایسته کول د دیموکراسۍ د اساساتو پر ضد یو کار وباله. د دغه کار له امله له پاراګوای څخه اکثرو هیوادونو خپل سفیران هم ایستلي دي. لوګو د تېري جمعې په ورځ د خپلي وظیفې څخه له هغه وروسته لیري کړل سو، چي په پاراګوای کي د مځکو د خاوندانو او پولیسو تر منځ نښتو کي د ۱۷ کسانو د وژل کېدو مسئول وبلل سو.