1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: له ننګونو څخه ډک کال مو په مخکي دی

۱۳۸۷ دی ۱, یکشنبه

د جرمني لومړۍ وزيري مېرمن انګيلا ميرکل د 2008 کال په وروستي پيغام کي آلمانانو ته په خطاب کي وويل چي حکومت هڅه کوي په راتلونکي کال کي خپله ټوله پاملرنه دې ته واړوي چي په هيواد کي وضعيت په ښه توګه جوړ سي

https://p.dw.com/p/GKpn
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکلانځور: AP

د2006 کال له دوبي څخه را پدې خوا د آلمان لومړۍ وزیره مېرمن انګلا ميرکل په خپل اونيز ویډويي پیغام چي د انټرنيټ له لاري خپريږي خلکو ته په خطاب کي د خپل حکومت سياست روښانه کوي. پرون د هغې د2008 کال وروستی پيغام خپورسو:« دا په 2008 کال کي زما وروستی ویډويي پيغام دی. کريسميس او نوی کال په مخکي دی.موږ ټول پوهیږو چي له ننګونو څخه ډک کال مو په مخکي دی. هره ورځ د شرکتونو د اقتصادي ستونزو په هکله نوي خبرونه رارسيږي، په همدې وجه د جرمني فدرال حکومت هڅه کوي، په راتلونکي کال کي هم خپله ټوله پاملرنه دې ته واړوي چي زموږ په هیواد کي وضعيت په ښه توګه سره جوړ سي.»

انګلا ميرکل آلمانانو ته د یوسخت کال د راتلو په هکله خبرداری ورکوي. هغه د روان اقتصادي کړکېچ د حل لپاره پر ټولو باندي د ګډي همکارۍ او د خپلو زیارونو د ګډولو لپاره ږغ کوي:« د جرمني حکومت لا مخکي په عمل لاس پوري کړی او پر سيده لاره باندي يې د اقتصادي ودي د برابرولو لپاره د مرستو يو پلان تر لاس لاندي نيولی دی.»

له دې خبري څخه د لومړۍ وزيري مقصد دا دی چي دولت پرېکړه کړې ترڅو 12 مليارده یورو د سړکونو او ودانیو د رغولو په برخه کي ولګوي. سره بيره پر دې د هغو کسانو لپاره ځيني مالياتي آسانتياوي په پام کي دي چي غواړي یو نوی موټر واخلي. د اقتصادي کړکېچ له را مينځ ته کيدو څخه مخکي د کورنيو او د منځنۍ تصديو ته د مالياتي آسانتياو د ورکولو یو پلان سره يوځای د دولت لپاره د مرستي دغه لومړی پلان 32 مليارده یورو تماميږي.په لومړي سر کي ميرکل څو اونۍ په پر له پسې توګه د دولتي اقتصادي ودي د پروګرام پرخلاف خبري کولې. د خلکو لپاره د مالياتي آسانتياو څخه يې هيڅ یادونه نه کوله. خو اوس خبره په ډاګه سوې ده.

د حکومت مشري پدې برخه کي ځان ښورولی دی لکه چي وايي:«موږ به په جنورۍ کي یو نوی ګام واخلو. خو د دې لپاره باید په پوره پاملرنه سره تياری ونيول سي، ځکه موږ غواړو هلته په عمل لاس پوري کړو چي کارونه خوندي پاته سي او يا نوي کاري امکانات پيدا کړل سي.»

د آلمان لومړۍ وزيري وویل، هغه غواړي د اقتصادي ودي لپاره د خپل دوهم پلان د جنورۍ د مياشتي په نيمايي کي معرفي کړي،کله چي د امريکا د متحدو ایالاتو نوی جمهور رييس بارک اوباما، د اقتصادي کړکېچ پر ضد خپل ځانګړی پروګرام وړاندي کوي. تر هغه پوري مېرمن ميرکل يوڅه وخت لري چي په هوسايي سره پرې فکر وکړي دا چي هغه خپلو خلکو ته ډاډ ورکوي:« خو اوس په لومړي سر کي تاسو ټولو ته د رخصتيو ښې ورځي غواړم. هوسا اوسی، خپل قوت راټول کړی، او تاسو ته دیو بختور جشن هيله لرم.»