1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د مهاجرو په برخه کي پرخپل دريځ ولاړه ده

۱۳۹۴ اسفند ۱۰, دوشنبه

د جرمني صدراعظمي د مهاجرو په برخه کي له خپلو هيوادوالو څخه د صبر غوښتنه وکړه. هغه په دې برخه کي پر خپل نړيوال روش ټينگه ولاړه ده. «اروپا بايد يوځای و اوسي او خپله بشردوستي وښيي.»

https://p.dw.com/p/1I3vu
Angela Merkel bei Anne Will
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د جرمني صدراعظمه انگيلا ميرکل د دغه هيواد د «ARD» تلويزيون په آننه ويل خپرونه کي وويل چي د مهاجرو موضوع «يوه ستونزمنه لار ده.» هغې زياته کړه چي دا په نړۍ کي د جرمني د اعتبار خبره ده: «دا زموږ د تاريخ يوه مهمه برخه ده.»

پر دې سربيره د جرمني صدراعظمه د مهاجرو په برخه کي پرخپل هغه دريځ چي سرحدونه بايد پرانيستي وي ټينگه ولاړه ده: «هيڅوک بايد په دې باور نه وي چي د سرحدونو په يو طرفه تړلو سره ستونزه له منځه ځي.» هغې دغه راز وويل، له دې کبله چي فکر کوي «اروپا ړنگه نه سي» رنځ وړي.

د دې پوښتني په جواب کي چي د مهاجرو پرضد ځينو لاريونونو او نفرت ته په کتو سره به ديموکراسي دغه شان له خطر سره مخامخ نه سي، لکه د وايماير جمهوريت پر مهال چي ئې پراختيا وموندله؟ ميرکل وويل: «زه فکر نه کوم.» خو ځيني گواښونه بايد جدي ونيول سي. خو دا د دې کار دی چي «ستونزي داسي حل کړو، چي پرخپلو ارزښتونو باندي ودريږو.»

پلان «بي» نه سته

پردې سربيره بايد دا د جرمني د صدراعظمي په توگه تلاښ وکړي چي هيواد ته ئې لږ مهاجر راسي. د هغي پوښتني په جواب کي چي دا په دې برخه کي يو ملي پلان لري؟ ميرکل وويل: «زه پلان B نه لرم.»

ميرکل وويل چي په دې برخه کي هغه تر ټولو دمخه له هالند او اروپايي ټولني کمېسيون سره په گډه کار کوي چي له ترکيې سره پر دې باندي سره سلا سي چي اروپا ته د مهاجرو راتگ لږ سي.

هغه په دې باوري ده چي د مهاجرو سياست په برخه کي ئې ښه لاره غوره کړې ده او په يوه اوونۍ کي به د اروپايي ټولني په غونډه کي له ترکيې سره په دې اړه خبري وکړي.