1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: د برياو د پاره دي د پرمختيايي هيوادونو په حکومت والۍ کي سمښتونه راسي

۱۳۸۹ شهریور ۳۱, چهارشنبه

نړيوالي ټولني په ۲۰۰۰ م کال کي پرېکړه کړې وه چي تر ۲۰۱۵ م کاله پوري به بې وزلي اوغريبي په نړيواله کچه نيموي، د ښووني او روزني حالت به ښه کوي او د ناروغيو په وړاندي به مبارزه کوي.

https://p.dw.com/p/PIxG
د المان لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل
د المان لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکلانځور: AP

د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کي د المان لومړۍ وزيري انگيلا مير کل وويل:

«نړيوالي ټولني لس کاله پخوا سم هدفونه ټاکلي وو. خو له بده مرغه بايد نن ووايو چي په احتمالي توګه به ټولوهدفونو ته تر ۲۰۱۵ کاله پوري ونه رسيږو. خو بيا هم زما عقيده دا ده چي دغه هدفونه لا سم دي او بايد په پر له پسې ډول عملي هم شي. زه د دې لپاره تبليغ کوم چې دا د زريزې يا ميلېنيم د بيانيې لس کاله وروسته د سرمشريزې اصلي نتيجه ګيري وي.»

له نهو سوو مليونو څخه زيات انسانان وږي دي. انيکه زوېدر، چې د خوړو د نړيوال سازمان د ميلېنيم د څانګې مرستياله مديره ده، دغه حالت د «اندېښنې وړ» بولي. په غريبو او شتمنو هېوادونو کې د ستراتيژۍ بدلون پکار دی تر څو تر ۲۰۱۵ کاله پورې دغو هدفونو ته لاسرسی پيدا شي.

«ډېر هېوادونه راته ښېي چې هر څه ممکن دي. ګانا، نيکاراګوا، مالاوي، ويتنام او داسې نور. خو ډېر انسان لا کړيږي هم. دا يو غلی او دوام لرونکی ناورين دی.»

د برياليتوب لپاره اصلي کلي، د زوېدر په وينا د کرنې په برخه کې عامه پانګونې دي، تر څو زيات انسانان د دې وړ وګرزي چې خوراکي بوټي وکري. د خوراکي توکو د خرڅلاو د لارې هغوی خپلې اړتياوې پوره کولای شي. سربېره پر دې بايد په سړکونو او د خوراکي زېرمو په ساتلو کې پانګونې وشي. نړيوالې مرستې بايد دې ته لاره هواره کي چې هېوادونه په خپلو پښو ودريږي.

دا طريقه د آلمان د لومړۍ وزيرې په خوښه هم ده. هغې څرګنده کړه چې پرمختيايي مرستې خپل حدود لري. په خپله وينا کې مېرکل د دې غوښتنه وکړه چې د پرمختيايي سياست اغېزمنتيا بايد ښه شي او تر لاسه شوې پايلې بايد سمه لاره راپه ګوته کړي.

«څرګنده خبره ده چې د نتيجو ښکاره تعقيب د ځانګړو هېوادونو له سياسي تګلارو سره تړاو هم موندلی شي. د هر هېواد ځانګړتياو ته په دې ډول ښه جواب هم ويلای شي. مهمه دا ده چې موږ يوه خبره ومنو:

د پرمختيايي پروسې او بهير مسووليت په تېره بيا د پرمختلونکو هېوادونو په لاس کې دی. هغوی د دې اختيار لري چې مرستې څومره اغېزمنې پرېوزي.»

خو ايما سېري، چې د اوکسفام په نوم د يوې مرستندويې ټولنې ويانده ده، وايي چې د مېرکل وينا د هغې د مايوسۍ سبب شوې ده.

«موږ هيله لرله چې آلمان به داسې جزيات په ډاګه کي چې د مرستو ژمنې څنګه پوره کولای شي، چې دغه مرستې د غريبانانو لپاره حياتي ارزښت لري، په تېره بيا د اقتصادي ناورين د اغېزو له امله. د دې پر ځای د مرستو يوه نرۍ ژمنه وشوه. په عين وخت کې د مرستو د اغېزمنتيا مسووليت غريبو هېوادونو ته ورکړل شو.»

Hoppe,Chrisian/ نسيم صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل