1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د امريکا په ستري ملکي جايزې و وياړل سوه

۱۳۹۰ خرداد ۱۸, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمه انګيلا ميرکل د جرمني دوهمه مشره ده چي د امريکا د متحده ايالاتو د «آزادۍ مډال» ترلاسه کوي. تر هغې د مخه پخواني صدراعظم هلموت کول چي د هغه په حکومت کي انګيلا ميرکل خپله سياسي ارتقاء پيل کړه، وياړل سوی ؤ.

https://p.dw.com/p/11Wud
د جرمني صدراعظمه مېرمن انگيلا ميرکل او د امريکا د ولسمشر بارک اوباما.
د جرمني صدراعظمه مېرمن انگيلا ميرکل او د امريکا د ولسمشر بارک اوباما.انځور: AP

تردې مخکي داسي ګمان کيده چي د آلمان د صدراعظمي او ولسمشر بارک اوباما تر منځ اړيکي ښايي هسي تودې نه سي، لکه د واشنګتن او برلين تر منح چي د هلموت کول په زمانه کي وې.

خصوصا د نړيوال مالي کړکيچ په هکله د دواړو هيوادنو مختلف نظريات او د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کي د ليبيا په موضوع کي د آلمان مستنکفي رايي او د اټومي انرژۍ څخه د آلمان د لاس اخيستو سياست د امريکا متحده ايالاتو او آلمان ترمنځ اړيکو باندي يوه خړه وريځ غوړولې وه.

په دغه ليدنه کتنه کي دواړو مشرانو داسي ښکاره کړه لکه چي هيڅ تري خبري نه وي. په سپينه ماڼي کي د هرکلي په وخت کي اوباما په خپلو يادونو کي ټينګار وکړ چي انګيلا ميرکل د اروپا لومړۍ حکومتي مشره ده چي په داسي تشريفاتو يې هرکلی کيږي. هغه وويل چي د اتلانتيک د پوري غاړي اتحاد د امريکا د متحده ايالاتو د هغو هڅو چي په نړۍ کي د سولي او سوکالۍ لمن پراخه سي يو ملګری دی.

خو کله چي ميرکل وروسته په يو مبطوعاتي کنفرانس کي خبري وکړې دا يي هم وويل چي د دواړو هيواونو د نژدې ملګرتيا سره سره، په نړيوالو موضوعاتو کي کيدای سي يو تر بله مختلف نظريات ولري. د لبيا د عملياتو په هکله، هغې يو ځل بيا د خپل هيواد پر پخواني دريځ ټينګار وکړ.

د يو امريکايي ډيپلومات رابرت ګيرالد لييفنګ ستون په نظر دا چي په ځينو نړيوالو مسايلو کي آلمان او امريکا مختلف دريځونه لري، د دي واقعيت څرګندوي دی، چي د اتلانتيک د اتحاد اړيکو اوس بدلون موندلی دی.

کريستينا/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل