1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: د افغان مهاجرو د اخراج پروسې دفاع وکړه

۱۳۹۶ فروردین ۱۸, جمعه

د جرمني صدراعظمي انگلا ميرکل د افغان مهاجرو د اخراج په اړه نيوکو ته جواب ووايه. هغې ويلي دي چي د اروپايي ټولني نور ټول غړي هيوادونه هم هغه څوک باسي چي د اقامت حق ونه لري.

https://p.dw.com/p/2atLI
Deutschland Veranstaltung zur Würdigung Ehrenamtlicher in der Flüchtlingshilfe
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

د جرمني صدراعظمي مېرمن انگلا ميرکل د جمعې په ورځ په صدارت کي د مهاجرو له مرستندويانو سره په خبرو کي د افغان مهاجرو د اخراج په اړه نيوکو ته جواب ووايه.

هغې وويل چي افغان ولسمشر له دې څخه هيله کړې ده: «داسي مثال مه ورکوئ چي په افغانستان څوک ژوند کولای نه سي. بيا به نو موږ دلته ټول يو له بله سره ورک يوو. بيا به نو هيڅوک پيدا نه سي چي د افغانستان په ملي پوځ کي د وسله والو طالبانو پر ضد وجنگيږي.»

ميرکل هغه تور هم رد کړ چي گويا جرمني ځان باسي. همدا اوس هره مياشت جرمني ته ۱۴۰۰۰مهاجر او پناه غوښتونکي راځي.

د جرمني صدراعظمي زياته کړه چي د افغان پناه غوښتونکو۵۵ سلنه به په جرمني کي د مهاجر په توگه ومنل سي، خو ۴۵ سلنه نه.

د افغانستان حکومت خپله دا خبره کوي چي په هیڅ صورت هغه افغانان آلمان ته نه ځي چي تر ټولو زیات له خطر سره مخامخ دي او بې وزلي دي، بلکي هغه کسان دي چي د ټولني په منځنۍ طبقې پوري اړه لري.

ميرکل وويل: «زه نه کولای سم او نه هم اجازه لرم چي دغه شان زيګنال ورکړم: جرمني فکر کوي چي په افغانستان کي ۲۹ميليونه افغانان (...) تر نه منلو وړ شرايطو لاندي ژوند کوي، او دا چي هلته سړی ژوندی نسي پاتېدای. دا هغه معضله ده چي اوس موږ پکښې راګير يوو.» د ميرکل د دغي جملې موخه هغه اختلافات دي چي همدا اوس ئې د جرمني څيني ايالتونه د افغان مهاجرو د اخراج په برخه کي لري.

ځيني ایالتونه وايي چی په افغانستان کي امنيتي وضعيت ته په کتو سره ځيني مهاجر بايد اخراج نه سي خو ځيني بيا د مرکزي حکومت پر پريکړه عمل کوي چي وايي په افغانستان کي داسي امن سيمي سته چي سړی پکښې ژوند وکړي.

ميرکل په خپله ۷۰ دقیقه خبرو کي له افتخاري مرستدویانو څخه مننه وکړه چي د مهاجرو په مسایلو کې د اداري ستونزو په هکله پوښتني لري.

زموږ له ارشيف څخه: