1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د افغان او سوريايي مهاجرو له واضح پوښتنو سره مخامخ سوه

۱۳۹۶ شهریور ۲۴, جمعه

د جرمني صدراعظمه انگلا ميرکل د پنجشنبې په ماښام د افغان او سوريايي مهاجرو له واضح پوښتنو سره مخامخ سوه. ميرکل په يوه تلويزيوني خپرونه کي د خلکو پوښتنو ته جوابونه ويل.

https://p.dw.com/p/2k1pu
Deutschland Bundeskanzlerin Angela Merkel in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د مسيحي ديموکرات اتحاد مشري او د جرمني صدراعظمي مېرمن انگلا ميرکل د پارلماني ټاکنو په درشل کي د پنجشنبې (۲۰۱۷م کال د سپتمبر۱۴مه) په ماښام په «زيد دي اف» تلويزيون کي په یوه ۹۰ دقيقه يي خپرونه کي د رای ورکوونکو او په جرمني کي د اوسېدونکو پوښتنو ته جوابونه ورکړل.

په دې خپرونه کي يوه افغان مهاجر رامین محبت، چي په افغانستان کي د خبريال په توگه فعال وو او په ۲۰۱۵م کال کي ئې جرمني ته پناه راوړې، ميرکل ته ئې وويل چي په افغانستان کي پر گواښونو سربيره ئې دلته د پناه غوښتنه رد سوې ده او اوس بيره لري چي اخراج به سي.

دغه افغان مهاجر په آلماني ژبه وويل: «زما بېلگه مهمه نه ده، زه د مهاجرو او پناه غوښتني په برخه کي د آلمان د فدرالي ادارې (بامف) د تيروتنو په سونه بېلگې لرم.»

«ولي د رد جواب؟»

هغه د افغان مهاجرو وروستي اخراج ته په اشارې سره وويل چي دغه شان اخراجونه په جرمني کي د په زرونو افغان مهاجرو د ناآرامۍ سبب کيږي. هغه ميرکل ته په خطاب وويل: «ولي اکثره افغان مهاجر د مهاجرو چارو ادارې له خوا د رد جواب اخلي؟»

ميرکل د دغه افغان مهاجر د پوښتنو په جواب کي وويل: «په افغانستان کي ډېر خلک سته، موږ کولای نه سو چي هغوی ټولو ته سيگنال ورکړو چي آلمان ته راسئ.» هغې روښانه کړه چي هغه ۸ کسه افغان مهاجر چي دوې ورځي مخکي اخراج سول، جرمونه ئې کړي ول او دغه شان کسان له جرمني څخه اخراجيږي.

صدراعظمي ميرکل زیاته کړه: «د جرمني عسکر هم په افغانستان کي سته او تلاښ کوي چي د دغه هيواد د امنيت په ټينگښت کي مرسته وکړي. په دې دليل موږ بايد انتخاب وسنجوو. موږ کولای نه سو خلکو ته ووايو، جرمني ته چي راسئ، سل په سلو کي د قبلېدو چانس لرئ.»

د ميرکل حکومت د تيرکال په ډسمبر مياشت کي د هغو افغان مهاجرو په اخراج پيل وکړ چي د پناه غوښتنه ئې رد سوې ده. خو د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو سره د جرمني چارواکو پريکړه کړې چي وضعيت يووار بیا و ارزوي او تر هغه وروسته بيا د نه منل سوو افغان مهاجرو په اخراج پيل وکړي.

«چي جرمونه يې کړي وي»

د جرمني د چارواکو په خبره اوس يوازي هغه افغان مهاجر اخراجيږي چي جرمونه ئې کړي وي، دغه هيواد ته خطر وي او يا هغه څوک چي د خپل هويت په روښانه کولو کي له دوی سره مرسته نه کوي.

په دغه خپرونه کي يوه سوريايي مهاجر چي په جرمني کي د موقت محافظت ويزه لري او کار هم کوي، وويل چي تراوسه يې هم ونه سوای کولای چي خپله مېرمن جرمني ته راولي. هغه وويل: «زه بې له خپلي مېرمني دلته ژوند نه سم کولای.»

د اوسنيو اصولو له مخي هغه چا ته چي په جرمني کي د يوه کال اقامت اجازه ورکړل سوې وي، تر دوو کلونو پوري کولای نه سي چي د خپلي کورنۍ غړي راوغواړي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ويلي دي چي غواړي د کورنيو د الحاق په برخه کي دغه محدوديت تمديد کړي. هغه زياته کړې ده چي که دغه محدوديت ليري سي نو د هغو کسانو شمېر به خورا زيات سي چي غواړي جرمني ته راسي.

ميرکل د دغه سوريايي مهاجر د پوښتني په جواب کي وويل: «په ۲۰۱۵م کال کي ۸۹۰زره کسان دلته راغلل. د مهربانۍ له مخي دا درک کړئ چي موږ خپل ټول تلاښ کوو. د مهربانۍ له مخي خوشبينه اوسئ.»