1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د اسراييلو څخه د ګذشت او تيريدو غوښتنه وکړل

۱۳۸۸ شهریور ۶, جمعه

د اسراييلو او فلسطنيانو تر منځ دسولي خبري بيا پيل سويدي . د همدې کبله انګيلا ميرکل په اوسني وخت کښي د خبرو اترو دپاره يو ښه چانس ويني ، پدې شرط چه دواړه اړخونه يوڅه سره وښوريږي ...

https://p.dw.com/p/JKlO
انګيلا ميرکل او بينيامين نيټانياهو په ګډمطبوعاتي کنفرانس کښي
انګيلا ميرکل او بينيامين نيټانياهو په ګډمطبوعاتي کنفرانس کښيانځور: AP

د اسراييلو صدراعظم بينيامين نيټانياهو چه نن لا په جرمني کښي دی،د جرمني د صدراعظمي انګيلا ميرکل اوخارجه وزير فرانک والټر سټاين ماير سره يې وکتل .

انګيلا ميرکل د اسراييلود صدراعظم بينيامين نيټانياهو څخه دا وغوښتل چه د فلسطنيانو پر ځايونوباندي دکورونو د جوړولو لړۍ ودروي ، چه دا د دوو دولتو د جوړولو په لار کښي يو مهم قدم دی .

دا اضافه کوي ،« دټولو دمخه بايد دې ته ډيره پاملرنه وسي چه د فلسطنيانو د يو خپلواک دولت دجوړولوچانس د اسراييلي ناقلينو دپاره د کورونو جوړولو د پروسې قرباني نسي . »

دجرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل تر خبرو اترو وروسته په مطبوعاتي کنفرانس کښي پورتنۍغوښتني په تکرار سره تاييد کړې،چه هغه د امريکا د منځني ختيز دسياست سره پوره سمون لري . د اسراييلو صدراعظم پدې هکله کومه مشخصه وعده ور نکړل، خو ددوو خپلواکو دولتود جوړولو د حل موضوع يې ومنل ، ليکن پدې شرط چه فلسطنيان اسراييل په رسميت وپيژني .

دی وايی ،« ما د جرمني د صدراعظمي انګيلا ميرکل سره پدې هکله خبري وکړې، خپل نظر مي ورته بيان کۍ ، دا مي هم ورته وويل چه ددغه کړکيچحل پکار دی، او زموږ دخوا مي د کړکيچ د سوله ايز حل ټکي پدې ډول بيان کړل : ديوه غير مسلح فلسطيني دولت جوړول ، چه هغه اسراييل په رسميت وپيژني . »

دجرمني وزير سټاين مايراود اسراييلو صدراعظم نيټانياهو
دجرمني وزير سټاين مايراود اسراييلو صدراعظم نيټانياهوانځور: AP

دی وايي چه زموږ حکومت پدې هکله لمړني قدمونو پورته کړيدي ،تر څود فلسطنيانوپه ژوند کښي سهولتونه رامينځ ته سي .

په اشغالي فلسطيني سيمو کښي د سړکانو اواقتصادي محاصره ليری سوې ده . په تيرو څلورو مياشتو کښي زما د حکومت له اړخه همدغه کارونه تر سره سويدي . زه دې ته تيار يم او وم چه ، بيله قيدو شرط څخه د فلسطنيانو د مشر تابه (نه د حماس ) سره ليدنه کتنه وکړم ،تر څوددغو مساييلو د حل لاري پيدا کړو .

د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د اسراييلو د صدراعظم سره د ايران د اټومي پروګرام په باب هم خبري وکړې .چه دهغه څخه اسراييل ځان په خطر کښي ويني . د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل پدې اړه وويل چه دG8 هيوادوپيشنهادونه اوس هم د ايران د اټومي پروګرام په باب موجود دي .

دا وايی ، «که چيري پدې هکله يوه مثبته نتيجه را منځ ته نسي نو بيابه موږ د سختوتدابيرو په باب فکر وکو . او نه يوازي فکر ، بلکه په نړيواله سطح د هغه د عملي کولو لاري چاری هم پيدا کو » .

ويرک هويزر/ ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري