1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل دګرجستان څخه دجلاسوو سيمو په رسميت پيژندل وغندل

۱۳۸۷ شهریور ۵, سه‌شنبه

د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل دپرون راهيسې دسکانده نويا او بالقان دځينې هیوادونو په سفر بوخته ده ...

https://p.dw.com/p/F5NV
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکلانځور: AP

پرون يې په ستاکاهلم کي دسويډن دمحافظه کار لمړي وزير فريد ريک راين فیلد سره خبري کړي، او نن دستاک هلم څخه ایستلند ته رسيدلې ده . ددرو کالو راپديخوا چه ميرکل دجرمني په لوی ايتلافي حکومت کي داجرايوي ځواک مشره اوصدراعظمه ده ، دااوله پلا ده چه دبالکان په سيمه کې ایستلند ته سفر کوې . دایستلند په پايتخت تالين کي نن ددغه هيواد لمړې وزير Andrus Ansip دميرکل څخه هرکلی وکۍ، او ترغرمې وروسته بيا ليتوانيا ته ولاړه .

د سويدن څخه نیولې تر ليتوانيا پوري د جرمني دصدراعظمي انګيلا ميرکل دخبرو دآجندا مهم ټکي دقفقاذ لانجه ده . که څه هم دختيځي اروپا په هيوادو کي هم دفرانسې اوهم دآلمان هغو هڅو ته دشک اوترديد په سترګه کتل سوي، چه دوی دقفقاذ په لانجه کي په لمړي سرکي هڅه کړې چه دروسيې او ګرجستان ترمنځ منځګړيتوب وکي . خو دبالکان دسيمي هيوادونو دقفقاز دجګړې په پيل کیدلو سره سمدستي دپولينډ او اوکراین سره په ګډه دګرجستان سره خپل پيوستون اعلام کۍ ،او دوی ددې غوښتونکي دي چی بايد د روسيې په مقابل کې جدي عکس العمل وښودل سي . دراتلونکې دوشنبې په ورځ په بروکسل کې داوروپايي ټولني دغړو هيوداو يوه عاجله غونډه جوړيږې ،او په دغه غونډه کې په دې اړه خبري کيږي چی دقفقاذ دکړکيچ په اړوند به دروسيې په مقابل کې داروپايې ټولني دغړو هيوادو ګډ دريځ څه ډول وي . ميرکل غواړي دبالقان دسیمي د هيوادو سره په تيره بیا پر دې مسالي باندي خبري وکي، چه دوی د قفقاز د شخړي په اړوند دروسيې په مقابل کي دهغه ګډ دريځ څخه پيروې وکي ،چي دراتلونکي شنبې په ورځ په برکسل کي ورباندي خبري کيږي .

داسي هم ويل کیږي چی ښايي په ايستلند کې دميرکل څخه دا غوښتنه هم وسي چه ناټو بايد دبالقان دسیمي ددفاع دپاره يو پلان ولري .خو لکه څنګه چه د Bild په نامه آلمانۍ ورځپاڼه لیکي، دايستلند ددولت مشر Toomas llves ميرکل ته ويلي وي ،چي ناټو تراوسه دبالکان دپاره دکوم دفاعي پلان طرحه نلري .

دايستلند تشويش په دې کي دی، چي دغه هيواد هم دروسيې سره اوږد سرحدلري او هم ددغه هيواد داوسيدونکو څلرمه برخه روسان دي .

د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل پرون دسويدن دصدراعظم فريد ريک راين فیلد سره په لمړۍ کتنه کي مسکو ته ګوته نيسې او وايې چه :

«مونږ خوشاله نه يو. او دا زه دځان لخوا وايمه چي د قفقاز د شخړي دپاره چه کم شپږ فقره ايز پلان طرحه سوی ؤ ، تراوسه سل په سلو کې ندی عملي سوی . دهغو معلوماتو له مخي چي موږ يې لرو ،روسي عسکردمثال په ډول دپوتي څخه ندي وتلي .»

خو د جرمني دصدراعظمي انګيلا ميرکل دپاره يوازنی مشکل داندی چي روسي عسکر دپخواني پلان سره سم دګرجستان داصلي خاوري دټولو برخو څخه ندي وتلي ، بلکه داچي پرون دروسيې دپارلمان لخوا داپریکړه وسوه،چه دګرجستان څخه دجلا سوو سیمو ، ابخازستان او جنوبي اوسيتيا خپلواکي دي په رسميت وپيژندل سي ،هم ددې دپاره يوه ډيره ژوره انديښنه بلل کيږي .

او بيا مېرکل په ناتو کي دګرجستان او اوکراين دغړیتوب په اړه وايي چي ،

«موږ په بخارست کي په دې باب يو ه روښانه پريکړه کړې ، او په دغه پریکړه کې ويل سوي ، چې ګرجستان او اوکراين به دناټو ددفاعي تړون په غړيتوب ومنل سي، او ما تل داخبره کړې او کومه ،چي هر هيواد پخپله دافيصله کولای سي ،چي دناټو دغړیتوب دپاره هغه ته غوښتنليک وړاندي کوي،اوکه څنګه . او طبعا ناټو کولای سي چی دغه غوښتنليک ومني اويا هغه رد کي .»

او دګازو دپايپ لاين دغزولو په هکله ميرکل وايي چي دايوه پلان سوې اروپايې پروژه ده ، او دروسيې سره ديولړ شخړو سره سره بیا هم بايدد پايپ لاین دپروژې کار پرمخ ولاړسي .