1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: اقليمي سياست امنيتي سياست دی

۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبه

د نړۍ د 35 هيوادونو د اقليم او چاپيرالي چارو وزيران او استازي په برلين کي په يوه غونډه کي سره را ټول سوي، تر څو په جنوبي افريقا کي د نومبر د مياشتي د اقليم سرمشرييزي څخه مخکي پر نړيوال اقليم باندي خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/11oT8
د المان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل
د المان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکلانځور: dapd

د دغي غوڼدي مشره وينا کونکې د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل وه. هغې په خپله وينا کي نړيوال اقليمي سياست نړيوال امينتي سياست وګاڼه او ويې ويل، چي هغه به د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کي دا موضوع عنوان کړي چي د اقليمي بدلون سره کوم خطرونه نړيوال ژوند ته متوجه دي.

ميرکل په دغه غوڼده کي چي د پيترزبرګ د دوهم ديالوګ په نامه ياديږي د نړيوال اقليم استازو ته په خپله وينا کي، د هغه نړيوال تړون د لاس ليک کيدو غوښټنه وکړه چي په نتيجه کي يې د نړۍ صنعتي او غير صنعتي هيوادونه د کاربن دای اکسايد د دوړولو په مخنيوي کي مکلف سي، ترڅو د نړيوالۍ تودوخي کچه له دوو درجو راکښته سي.

د کيوتو په نامه د اقليم اوسنی نړيوال تړون د 2012 کال په پای کي خپل رسميت له لاسه ورکوی، په همدې وجه نړيوالي هڅي رواني دي، چي په جنوبي افريقا کي د راتلونکي اقليمي سرمشرييزي له پاره د يو نوي تړون بندو بست وسي.

د کيوتو په تړون کي امريکا متحده ايالات، چي په نړيوال اقليم کي د سترو«مجرمينو» په جمله کي حسابيږي، ګډون نه لري.

د آلمان صدراعظمي په برلين کي د اقليمي چارو وزيرانو او استازو ته د خپلي وينا په دوام کي وويل چي، د نړيوال اقليم ساتنه او پالنه د نړۍ د ټولو هيوادونو مسؤليت دی او بايد په کمه سترګه ورته ونه کتل سي.

« خبره دا ده، کله چي د بهرنيو چارو وزيران چي ډيری يې د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کي سره جرګه کوي پر دې موضوع باندي وږغيږي او د هغي پر اهميت ټينګار وکړي او تر دي ډير پام ور واړول سي، نو زما په نظر دا موضوع د سولي او امنيت له سياست سره تړاو پيدا کوي او دا خورا مهمه خبره ده.»

يپيسين/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل