1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: اروپايي ټولنه په يونان کي د مهاجرو مسئوليت لري

۱۳۹۴ اسفند ۲۰, پنجشنبه

د جرمني صدراعظمي اروپايي ټولني ته خبرداری ورکړ چي په يونان کي مېشتو مهاجرو مسئوليت پرغاړه واخلي، ځکه هغوی له ترکيې سره تړون په برخه کي نه راځي.

https://p.dw.com/p/1IB40
Bundeskanzlerin Angela Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

د جرمني صدراعظمي انگيلا ميرکل د پنجشنبې په ورځ په يوه مرکه کي وويل چي په يونان کي پر بند پاتو مهاجرو باندي هغه پريکړه نه عملي کيږي چي له مخي ئې له ترکيې څخه دغه هيواد ته ورتلونکي کډوال بيرته ترکيې ته لېږل کيږي.

ميرکل دغه راز پر اتريش سربير د بالکان پر ځينو هيوادونو باندي نيوکي وکړي چي د مهاجرو پرمخ ئې خپل سرحدونه تړلي دي.

هغې ويلي دي: «زما شخصي نظر دا دئ چي د اتريش او ورپسې بيا د بالکان ځينو هيوادونو د دغي يو اړخيزي پريکړي له مخي موږ ته لږ مهاجر راځي، خو له بله اړخه بيا دغه کار يونان ته ستونزي جوړوي.» هغې وويل: «کله چي يو اړخيزه پريکړه کيږي هغه ستونزي نه سي حل کولای، ځکه نو زه وايم چي حل بايد د اروپايي ټولني په کچه وي.»

ميرکل وويل چي د اروپايي ټولني د دباندني سرحدونو د کنترول ترڅنگ بايد د اروپايي ټولني پر غړو هیوادونو د مهاجرو د وېش په اړه هم کار وسي، که نه نو د اروپايي ټولني غړی هیواد يونان به په يوازي سره تر دغي ستونزي ونه وځي.

د ترکيې د اروپايي ټولني چارو وزير ويلي دي چي له يونانه يوازي هغه مهاجر بيرته ترکيې ته لېږل کيږي چي له ترکيې سره د تړون تر کولو وروسته يونان ته ورسي.

اروپايي ټولني پتېيلې ده چي له ترکيې سره د مارچ مياشتي پر ۱۷مه او ۱۸مه دغه تړون وکړي.