1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميا افتخار: ترهګر نه روژه پيژني او نه هم جومات

۱۳۹۰ مرداد ۲۸, جمعه

د پاکستان د خيبر پختونخوا د اطلاعاتو وزير، ميا افتخار له آلمان غږ راډيو سره په يوه مرکه کي وويل د خيبر اجنسي د جمرود په يو جومات باندي يو بريد چی لږ تر لږه 40 تنه لمونځ کونکي یی وژلي دي، یو بیرحمانه عمل ؤ.

https://p.dw.com/p/12JwS
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: dapd

پاکستاني چارواکو نن وويل چې په قبايلي سيمي خيبر ايجنسې کي په يوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر وخت چاودنه شوې، چې په کې لږ تر لږه 40 تنه وژل شوي او تر 100 زيات ټپيان دي.

پيښه د پيښور ښار څخه تقريبا ۱۶ کيلومتره وړاندې د جمرود په سيمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې خلک د جمعې د لمانځه د ادا کولو لپاره په يوه جومات کې راټول شوي ؤ.

دا په تيرو دوو مياشتو کې داسې دوهمه خونړۍ پيښه وه چې دومره انسانانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د خيبر پختونخوا د اطلاعاتو وزيرميا افتخار د نوموړي خونړي پيښي په هکله آلمان غږ راډيوي ته وويل : «مونږ ته چې کوم اطلاعات رارسيدلي دي په دغه چاودنه کې د ۴۰ څخه تر ۵۰ تنو پورې په کې شهيدان دي او تقريبا ۵۰ تنه ټپيان دي. شهيدان خپلو کورونو ته وړل شوي دي او زخميان روغتونو ته رسول شوي دي. زخميان د پيښور ښار حيات آباد ميډيکل کمليکس ته را رسول شوي دي.»

هغه وويل: تراوسه پوري معلومه شوي نه ده چي « دا يوه بمي چاودنه وه که ځانمرګې بريد وو.ځکه د مړو شمير ډير زيات دي او دا نه معلوميږي. خو د دې خبرې ډير امکان شته چې دا تر دمخه ځايې پر ځايې شوي چاوديدونکي توکې وو چې وچاوديدل. »

تر اوسه پوري د دغي پيښي مسووليت چا په غاړه نه دي اخيستي. خو ميا افتخار وويل چي پرته له شکه دا د هغو ترهګرو کار دي چي په هيچا باندي رحم نه لري.

هغه وويل: « دا هغه ترهګر دي چي نه روژه پيژني ، نه جمعه، نه خدا او نه هم رسول.»

هغه په افغانستان او پاکستان باندي د ترهګري پر ضد د مبارزي لپاره د ګدي همکاري غږ وکړ: « مونږه دا خبره په څو څو واري کړې تر هغه پوري چې پاکستان، افغانستان او امريکا خپل منځو کي باور پيدا نه کړي او د دې ترهګرو خلاف کوټلې ګامونه پورته نه کړي نو د دې امکان شته دغسي پيښي بيا تکرار شي.»

په پيښور کې د حيات آباد ميډيکل کمپليکس يو چارواکي د فرانس پريس خبري اژانس ته وويل چي چې يواځي هغه روغتون ته تر اوسه ۴۰ تنه ټپيان راوستل شوي دي.

اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي: عبدالباري حکيم