1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«موږ ۹۵۰ کسان په کښتۍ کي سپاره وو»

afp, dpa, epd/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ فروردین ۳۱, دوشنبه

په مديترانه کي د مهاجرو ناورين تر هغه ستر دئ چي تصور يې کېدی. ويل کيږي چي په ډوبه سوې کښتۍ کي ۹۵۰ انسانان سپاره ول. دغي کښتۍ د ليبيا له ساحل څخه د اروپا پر لور حرکت کړی وو.

https://p.dw.com/p/1FAti
انځور: Opielok Offshore Carriers/dpa

د ليبيا ساحل ته نژدې د مهاجرو په ډوبه سوې کښتۍ کي تر هغه ډېر انسانان وژل سوي دي چي تر اوسه پوري ئې اټکل کېدی.

د ايټاليا «انسا» خبري آژانس د کاتانيا څارنوالۍ په حواله ويلي دي چي يوه ژوندي پاته سوي بنگلدېشي ويلي دي چي «موږ په کښتۍ کي ۹۵۰ انسانان سپاره وو، چي له څلوېښتو څخه تر ۵۰ کوچنيان او نزدې ۲۰۰ ښځي وې.»

ويل سوي دي چي په ډېرو انسانان پسې چي د کښتۍ د بار انقالولو په برخه کي ول دروازې تړل سوي وې. دغه بنگلدېشی چي په سيسيل کي روغتون ته رسول سوی دئ ويلي دي: «قاچاقبرانو په دغو انسانانو پسې دروازې تړلي وې چي د کښتۍ دباندۍ برخي ته را و نه وزي.»

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) ويلي دي چي دې پيښي سخت تکان ورکړی دئ. د دغي ادارې يوې وياندي کارلوتا سامي له «ريا نيوز۲۴» تلويزيوني چينل سره په خبرو کي ويلي دي چي که دغه شمېر رسمي تائد سي دا به په مديترانه کي تر ټولو ستر ناورين وي.

۲۸ ژوندي پاته سوي او ۲۴ جسدونه پيدا سوي

د ايټاليا د ساحلي ساتونکو د معلوماتو له مخي په دغه غميزه کي تر اوسه پوري ۲۸ انسانان ژوندي ژغورل سوي دي او ۲۴ جسدونه پيدا سوي دي، نور ټول تر اوسه پوري ورک دي. تر اوسه پوري د ورکو سوو انسانانو په اړه لا رسمي شمېرې نه دي په ډاگه سوي.

د ارويايي ټولني د شورا رئيس دونالد توسک ويلي دي چي د دغي غميزي په تړاو به د دغي ټولني د غړو هيوادونو يوه بېړنۍ غونډه را وغواړي. د هغه يوه وياند په برکسل کي ويلي دي چي توسک به د دغو هيوادونو له مشرانو سره مشوره وکړي او بيا به تصميم ونيسي.

د شنبې په ناوخته ماښام د ليبيا ساحل ته په نزدې ۱۱۰ کيلومترۍ کي يوه کښتۍ چي په سوونو مهاجر اروپا ته د رسېدو په هيله پکښې سپاره ول ډوبه سوه. له دغي کښتۍ څخه ژوندي پاته سوي ۲۸ کسان د يوې بلي کښتۍ په مرسته ژغورل سوي دي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي يوه اونۍ دمخه هم په مديترانه کي د يوې بلي کښتۍ په غميزه کي تر ۴۰۰ زيات انسانان چي د افريقايي هيوادونو ول ډوب سول.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي تيرکال اروپا ته د اوبو له لاري د مهاجرو په روان بهير کي په ډوبو سوو کښتيو کي نزدې ۳۵۰۰ انسانان وژل سوي دي.

د بخښني نړيوال سازمان ويلي دي چي د اروپايي ټولني غړي هيوادونه بايد د دغي غميزي مسئوليت ومني او غوښتي ئې دي چي دغه ټولنه دي د انسانانو د ژغورني ماموريت پيل کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب