«موږ جرمني غواړو»
د هغه وروسته چي هنګري د څو ورځو له پاره به زرهاؤ مهاجر نه پرېښودل چي د آلمان او اطريش پر لور حرکت وکړي، د هغوی څخه په زرهاؤ د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵کال د سپتامبر ۶مه) د آلمان مونش ته ورسېدل. دغه ښار د هيلو په ځای بدل سوی.
ډېر منندوی
و مونشن ته د را رسېدو وروسته يو ځوان خپل لاسونه سره موښلوي. دا چي هغه له چا څخه منندوی دی، څرګنده نه ده. خو اکثرو دغو رارسېدلو پناه غوښتونکو په مياشتو مياشتو اوږده سفرونه تر شا پرې ايښي دي او په آلمان کي د لومړي ځل لپاره ځان احساسولای سي.
پر نوو لارو
د افغانستان، عراق او سوريې څخه دغه پناه غوښتونکي راروان سوي ول چي د جنګ او ترهګرۍ څخه ځان او خپل اولاد وژغوري. هغوی د يوه داسي ژوند آرزو لري چي په امن او امنيت کي پر مخ ځي. هغوی اړ دي چي دلته خپل ژوند له سره بېرته پېل کړي. يوازي د شنبې په ورځ تقريبا ۷۰۰۰ نارينه، ښځي او ماشوم پناه غوښتونکي د آلمان د بايرن ايالت په مرکزي ښار مونشن کي ثبت کړل سول.
د هغوی ملکيت
و زياترو پناه غوښتونکو ته دا وخت نه ؤ پاته سوی چي د خپل سفر له پاره چمتو والی ونيسي. ډېر مجبور سوي چي په سمدلاسه او اضطراري حالت کي خپل کور او کلی او هيواد پرېږدي. له همدې کبله دوی صرف په دې توانېدلي چي په عاجله کي هغه تر ټولو مهم شيان د پلاسټک په خلطو کي د ځان سره راواخلي.
د سلام، ستړې مه سي او سولي بيلي اشارې
دا مهمه نه ده چي دغه پناه غوښتونکي په کومه ژبه خبري کوي او يا دا چي له کوم هيواد څخه راغلي دي، خو هغوی د خپل لاس په اشارو سره ښيي چي هغوی غواړي چي په آلمان کي د نورو ټولو په شان په آزادۍ او آرامۍ کي ژوند وکړي.
داوطلبه مرستنديان
زياترو دغو پناه غوښتونکو د رارسېدو څخه مخکي ډېر اوږده د پښو مزلونه وهلي دي. هغوی په هنګري کي تر اطريش تر پولي په پښو تللي، تر هغو چي هغوی له هغه ځايه په بسونو کي کښېنول سول. دغو پناه غوښتونکي ته مونشن د اورګاډو په مرکزي سټېشن کي د داوطلبه مرستندويانو له خوا هرکلی وويل سو او ورته د خوراک او چښاک توکي ورکول سول.
طبي مرکز د اورګاډو په سټېشن کي
د پناه غوښتونکو د رارسېدو وروسته د هغوی طبي معاينه تر سره سوه. د تېښتي پر وخت هغوی نه درمل او نه هم نورو طبي آسانتياؤ ته لاس رسی درلود، چي ناروغۍ يې درملنه کړل سي. په دغو کي بعضي په جګړه کي ژوبل سوي هم دي او اوس کولای سي چي په آلمان کي طبي مراقبت او درملنه تر لاسه کړي.