1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

» موږ بايد په افغانستان کی د آلمانی عسکرو د ايستلو د پاره هم يوه ستراتيژی ولرو«

Fazli, Ziaulhaq۱۳۸۷ اردیبهشت ۲, دوشنبه

د آلمان په مرکزی پارلمان کی د مسيحی سو سیال ګوند CSU دا مساله مطرح کړۍ چی په افغانستان کی د آلمانی عسکرو د خدمت د مسالۍ په اړوند مونږ بايده د اوږدی مودی په بهير کی د آلمانی عسکرو د ايستلو د پاره هم يوه ستراتيژی ولرو.

https://p.dw.com/p/DlQp
د آلمان په پارلمان کی د مسیحی سو سیال ګوند او مسيحی دموکارت گوند فراکسيون
د آلمان په پارلمان کی د مسیحی سو سیال ګوند او مسيحی دموکارت گوند فراکسيونانځور: picture-alliance/ ZB

دغه خبره د آلمان دمسيحی سوسيال ګوند د ايالتی ډلۍ مشر Peter Ramsauer د Super Illu د اوه نیزۍ سره په يوه مرکه کړيده.

دی وایی چی: مونږ بایده دی په لمړۍ سرکی دا پوښتنه روښانه کړو چی مونږ په افغانستان کی کومو موخوته رسيدل غواړو. مثلا په افغانستان کی بايده دی چی يوه سالمه دولتی اداره منځ ته راشی .د افغانستان د پاره بایده په کافی اندازه داسی پوليس وروزل شی چی هغوی نه يواځی وشی کړای په دغه هيواد کی سوله او امن وساتی، بلکی وشی کړای په دغه هيواد کی د کوکنارو د کرلو او د سوداګری موخه ونيسی. تر اوسه په افغانستان کی آلمانی عسکرو د نشه يی موادو سره د مبارزی په لاره کی کوم ګام ندی اخيستی. نن ور ځ افغانستان د نړۍ دنشه یی موداو په سلو کی لږ تر لږه 92 برخه تولیدوی اود اوږدی مودی په رڼا کی دا نشی کيدلای چی په افغانستان کی آلمانی عسکر ددغی مسالۍ په برخه کی لاس تر ځينۍ پاتی شی.

د آلمان دسوسيال مسيحی ګوند د ايالتی ډلۍ مشرافغانستان ته د آلمانی عسکرو د ليږلو په هغه ټاکټيک باندی چی تر اوسه دآلمان ددفاعی چارو دوزارت له خوا غوره شوی نيوکی کوی او وایی چی:

لمړی بايد آلمانان افغانستان ته دخپلو عسکرو دليږلو په اړه خپل اهداف روښانه کړی او دوهم داچی زمونږ عسکربه تر څه وحته پوری په دغه هيواد کی پاتی کیږی او کله به مونږ له دغه هيواده څخه خپل عسکر بيرته را باسو ؟