مونشن ـ د افغان مهاجرو پر اخراج اعتراضونه
آلمان کې د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج خبره لا هم توده ده، ورسره جوخت د اخراج لړۍ هم ادامه لري. د افغان مهاجرو د څلورمې ډلې اخراج، د مونش له هوايي ډګر څخه د اعتراضونه سره مل ترسره شو.
اخراج ودروۍ!
په لسونو تنه آلمان څخه د افغان مهاجرو د ډلیز اخراج په اعتراض کې د مونشن هوايي ډګر مخ ته راټول شول. د اعتراض کونکو لخوا په يوه شعار ليکل شوي دي:« افغانستان ته اخراج ودروئ».
اخراج مساوي مرګ
ډیری آلمانيان، افغانستان ته د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالف دي. دوی افغانستان يو امن هيواد نه بولي. د دغه انځور پر غټ شعار ليکل شوي دي: « اخراج د مرګ له سزا سره برابر دی».
اخراج تیار مرګ
اروپا کې د مهاجرت له بحران سره ډیرې ستونزې راولاړې شوي دي، خو لا هم ډیری خلک مهاجرو ته ښه راغلاست وايي. دغه سړی په لاس کې يو شعار لري چې پرې لیکل شوي دي: « آیا افغانستان ته اخراج د تیار مرګ سره مرسته نده».
د اخراج دوام
آلمان کې د افغان مهاجرو د اخراج سره په مخالفت کې زياتې مظاهرې وشوې، خو د هغو سربيره څلورمه ډله کې هم ۱۵ تنه رد شوي افغان مهاجر کابل ته واستول شول.
اخراج شوي مهاجر
آلماني چارواکي وايي اخراج سوي هغه افغان مهاجر دي چې د درو محکمو لخوا یې د رد څوابونه ترلاسه کړي دي. دوي نور په آلمان کې د پاتې کيدو چانس نلرود.
تر ۷ کلونو وروسته اخراج
عبيد (د منځ کس) وروسته له ۷ کلونو له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شوی. هغه دويچه ویله ته وويل: «خوشاله يم چې وروسته له اوو کلونو خپل وطن ته راګرځيدلی یم».
تير ژوند نه ناراض راتلوکې څخه ويره
خو عبيد افغانستان کې د خپلې راتلونکې په هکله ډاډمن ندی او نه پوهيږي چې څه وکړي. هغه وايي آلمان کې۷ کاله ژوند عبث تير شول، ځکه نه ورته د تعلیم چانس برابر شو او نه هم تابعت ورکړل شو.
د ناامنيو اثرات
افغانستان کې د ناامنيو په زياتيدو سره جوخت، اروپا کې د افغان مهاجرو د اخراج سره هم مخالفتونه زيات شوي دي. د کابل پر پوځي روغتون بريد نه وروسته په اروپايي رسنيو کې يو ځل بیا د افغان مهاجرو د اخراج پر مسئله بحثونه تاوده شوي دي.
ملکي تلفات او د مهاجرت بحثونه
د افغانستان په ناامنيو کې د ملکيانو د تلفاتو زياتيدل په اروپايي رسنيو کې يو بل جلا بحث دی. دغه بحث د افغان مهاجرو د اخراج له مسئلې سره تړلی دی. اروپا کې د اخراج مخالفان افغانستان ناامن او د اخراج لپاره یې مساعد نبولي.
د افغانانو اخراج له کوم ځایه پیل شول
تير کال افغان چارواکو له اروپايي ټولنې سره يوه موافقتنامه امضا کړه چې له مخې يې د افغان مهاجرو د اخراج مسئله آسانه کړه. په ورستيو ورځو کې د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير وویل، هغه هيوادونه چې د خپلو مهاجرو له منلو څخه ډډه کوي د مالي مرستو له کمښت سره به مخ شي. دغه آلمانی سياستوال وايي چې افغانستان کې داسې امن سيمې شته چې اخراج ورته کيدای شي.