1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولن: ښایي د شهزاد وژنه د دولت په امر شوي وي

۱۳۹۰ تیر ۱۷, جمعه

پاکستان د امریکا د متحده ایالاتو د پوځونو د لویې درستیز، مایک مولن، دغه خبره چي د پاکستان په دولت کي شاملو ځینو کړیو د سلیم شهزاد د وژني امر ورکړی، ډیره غیره مسولانه ګڼلي

https://p.dw.com/p/11rfC
د امریکا د پوڅونو لويي درستیز مایک مولن
د امریکا د پوڅونو لويي درستیز مایک مولنانځور: AP

پاکستاني ژورنالیست، سلیم شهزاد، د می د میاشتی په 29 نیټه په اسلام آباد کي لا درکه شو او دوه ورځی وروسته د هغه جسد چي د تشدد نښي نښاني پري لیدل کیدي د پنجاب ایالت په یوه خوړ کی وموندل شو.

سلیم شهزاد
سلیم شهزادانځور: dapd

مخکي تر دي چي شهزاد ووژل شي، هغه شکایت کړی وو چي د استخباراتي شبکو له خوا ګواښل کیږي. د هغه ملګري په دي باور ول چي دا کار د پاکستان د استخباراتي شبکي ISI له خوا تر سره شوی دی.

د دوشنبي په ورځ د نیویارک ټایمز ورځپاڼی د امریکایي چارواکو له خولي لیکلي وو چي پوځ کي د ځینو کړیو د القاعدیي سره د تړاو تر بربنډولو وروسته، د شهزاد د وژني امر د پاکستان د اسخباراتي شبکي له خوا ورکړل شوي وو.

خو کله چی د پنجشنبي په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د پوځونو د لوي درستیز، مایک مولن، څخه وپوښتل شو چی ایا د پاکستان دولت د شهزاد د وژني امر ورکړي وو او که نه؟ هغه وویل:

«ما داسي څه نه دي لیدلي چی هغه دي ګواکي دغه راپور نا سم وښي.»

د امریکا د متحده ایالاتو د لوي درستیز له خوا دا خبري په داسي وخت کي کیږي چي په وروستیو کی د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ اړیکي تر خپل آخری حده ترینګلي شوی دي.

د پاکستان د اطلاعاتو له وزارت له خوا په خپري شوي خبرپاڼي کي راغلي چي که په رښتیا دغه خبري مایک مولن ته منسوب شوي وي نو دا « ډیري غیر مسؤلانه» خبري دي. او دا د شهزاد د مرګ د څرنګوالي په روښانه ولو کي کومه مرسته نه کوي.

د پاکستان دولت د دغي پیښی د پلټولو لپاره یو قضایی کمیسون هم جوړ کړی دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاتوي چي دغسي تبصري کیداي شي چي د کمیسون د پلټنو د پایلو د تغیر کوښښ وي.

تیره میاشت د پاکستان دولت يو پنځه کسیز پلاوي ټاکلی وو چي په شپږو اونیو کي د شهزاد د وژني علت او څرنګوالی وڅیړي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهیش