1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولن: پاکستان سره اړیکی شلول خطرناکي پایلي لری

۱۳۹۰ خرداد ۱۳, جمعه

مایک مولن ويلی چی پاکستان سره د پوځی اړيکو پری کول به متحده ايالاتو ته خطرناکي پایلي ولري. ده کواښ کړی چی که امريکا پاکستان او سيمی کی خپله ښکیلیتا کمه کړي نو د 1990 لسيزي کړکيچونه به یو ځل بيا په افغانستان کی تکرار شي

https://p.dw.com/p/11Ta5
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: dapd

د امریکا متحده ايالتو د پوځونو مشر، مایک مولن، کواښ کړی چی که يی هيواد د پاکستان سره په پوځی پرخو کی اړیکی پری کړي نو دا به د امریکا لخوا يوه ډيره خطرناکه غلطی وی.

مولن دغه خبره منلی چی د متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ اړیکی خړی شوی. دی دا خبره په داسی حال کی کوی چی پاکستان امریکا څخه څو ورځي وړاندی وغوښتل چی په دغه هیواد کی د خپلو پوځيانو شمير راټيټ کړی.

مولن چی تیره اونی د هیلری کلنتون سره په یو سفر پاکستان ته تللی ؤ وایی چی په دغه هیواد کی د اسامه د وژل کیدو وروسته پاکستان په خپلو دولتی سازمانونو کی د دغی موضوع سیړلو ته اړتیا لری.

« زه فکر کوم پاکستان ته باید لږ وخت ورکړل شي چی دا کار وکړي. تر ټولو خراب کار به دا وی چی مونږ د پاکستان سره اړیکی پری کړو.»

مولن واشنتن کی خبريالانو ته په خپلو خبرو کی په افغانستان کی د 1990 لسيزی بی ثباتيو ته اشاره وکړه. ده وویل چی کله اسلاپالو ډلو د امریکا او پاکستان په مرسته روسان د افغانستان څخه وويستل نو امریکا د سیمی څخه ځان لری وساته.

ده زیاته کړه چی که چیری امریکا متحده ایالات په سيمی کی بیا خپله ښکيلتيا کمه کړي نو دا به د لس، شل کالو شا ته تګ په معنی وی. د ده په وینا دغه کار به متحده ایالاتو ته ډیر خطرناکه وی.

دا په داسی حال کی ده چی په متحده ایالاتو کی ډیر شمیر سیاستوال پاکستان ته د دغه هیواد د مالی مرستو د بندولو غوښتونکي دي. دوي وایي چی پاکستان، امریکا سره دوه مخی سیاست لوبوی.

دغه نظرونه د متحده ايالاتو د سیاستوالو په منځ کی وروسته له هغی رامنځ ته شوي چی امریکایی پوځیانو د پاکستان په زړه کی يوی پوځی اډی ته څیرمه د نړی تر ټولی غوښتلی کس، اسامه بن لادن ووژه.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش