1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي د نواز شریف بلنه ومنله

۱۳۹۴ تیر ۱۹, جمعه

د هند لومړي وزیر نریندر مودي د خپل پاکستاني سیال نواز شریف بلنه ومنله او په راتلونکي کال کې به پاکستان ته سفر وکړي. د دواړو دښمنو هیوادونو د نزدیوالي له پاره دغه گام مهم گڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/1Fwdj
انځور: Reuters

نریندر مودي او نواز شریف د شانگهاي د همکاریو د سازمان د غونډې په څنډه کې سره لیدلي دي. د دیپلوماتیکو هئیتونو له لوري ویل شوي دي چې د روسیې په اوفا، ښار کې دغه خبرې اترې «د دوستۍ په فضا» کې تر سره شوي دي. زیاته شوې ده چې د خبرو اترو په پای کې نواز شریف، د هند صدراعظم ته اسلام آباد ته د سفر بلنه ورکړه چې هغه ومنله. په یوه گډه بیانیه کې ویل شوي دي چې پاکستان او هند «د سیمې د سولې د خوندي ساتلو او ودې له پاره گډ مسوولیت لري.»

دواړو مشرانو کابو یو کال تر مخه هغه مهال لیدلي وو چې نواز شریف د نریندر مودې د لوړې په مراسمو کې د گډون له پاره نوي دهلي ته سفر کړی وو. څارونکو د دواړو سیالیو هیوادونو تر منځ چې د اتومي وسلو خاوندان هم دي، دغه څه ته د یوه مهم گام په سترگه کتل.

خو تر هغې وروسته یو ځل بیا دیپلوماتیکي اړیکي سړې شوې. آن د نیپال په یوه سر مشریزه کې چې شریف او مودي په کې گډون درلود، دوی یو بل ته نظر هم وا نه اچوه.

هند او پاکستان کله چې ۶۰ کاله مخکې له یو بل څخه جلا شول او د مستقلو دولتونو په توگه وپيژندل شو، لا تر اوسه ښې اړیکې نه لري. په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه د خپلو خپلواکیو له اعلان وروسته دغه داوړه هیوادونه د یو بل پر ضد د جگړې ډگر ته ووتل. ستره شخړه پر کشمیر ده چې ډيره زیاته برخه د هند تر کنترول لاندې ده او پاکستان هم پرې د ملکیت ادعا لري. د لانجې د حل له پاره د هغوی ټولې هلې ځلې وخت په وخت د زور زیاتیو، ترور او سرحدي وسلوالو نښتو سره شنډې شوي دي.