1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي د فساد د مخنیوي له پاره په زړه پورې سیاست غوره کړی

۱۳۹۵ آبان ۲۰, پنجشنبه

د هندوستان حکومت د ۵۰۰ او ۱۰۰۰هندي روپیو بانک نوټونه ناچله اعلان کړل. تر دې وروسته د پنجشنبې په ورځ د بانکونو مخې ته ډېر کسان د بانک نوټونو د تبدیلولو په موخه په کتارونو کې ولاړ ول.

https://p.dw.com/p/2SSQU
Indien Straßenverkäufer mit Geldscheine Archiv 2013
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Rout

له هغې وروسته چې د هندوستان لومړي وزیر، نریندرا مودي له ماليې څخه د تیښتې، تور پیسو کارونې او فساد د مخنیوي لپاره د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ هندي کلدارو بانک نوټونه ناچله اعلان کړل، د دې هیواد په پلازمینه نوي ډهلي کې ځینو بانکونو ته نوي چاپ شوي د ۲۰۰۰ روپیو هندي بانک نوټونه ورکړل شوي.

د سه شنبې په ماښام کله چې موډي د دغو پیسو د ناچلیدو اعلان وکړ، د هندوستان په ټولو ښارونو کې خلک د پیسو د اخیستو اتومات ماشینو ته په کتار کې ولاړ وو ترڅو د کوچنیو نوټونو پیسې ترلاسه کړي. خلک د شپې تر نیمايې پورې په کتارونو کې منتظر وو او میلیونونه نورو کسانو د ګڼه ګوڼې له امله ونشو کولای چې د پیسو له اتومات ماشینونو څخه پیسې ترلاسه کړي.

سنګ چې د ورځپاڼو پلورونکی دی، د فرانسې خبري اژانس ته یې په خپلو خبرو کې وویل: «که څه هم زه په بانک کې بانکي حساب نه لرم خو بیا هم دلته راغلی یم ترڅو خپلې پیسې تبدیلې کړم.»

هغه زیاته کړه چې اساسي ټکی دا دی چې په راتلونکو څو ورځو کې به موږ څنګه وکولای شو خوراکي توکي راونیسو، ځکه چې له ګڼ شمیر کسانو سره د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ هندي کلدارو بانک نوټونه دي او دوی نورې پیسې نه لري.

په ورته وخت کې حکومت وايي چې د پنجشنبې ورځې وروسته خلک کولای شي خپلې پیسې په نورو بانک نوټونو تبدیلي کړي او یا یې په خپلو بانکي حسابونو کې واچوي.

د ماليې راټولونې چارواکي دغه لړۍ ترڅار لاندې نیولې او له هغو کسانو څخه به پلټنې وشي چې په ناڅاپي توګه په خپلو حسابونو کې ډیرې پیسې واچوي ترڅو وموندل شي چې پیسې یې له کومې لارې لاسته راوړي دي.

که څه هم دا لا ښکاره نه ده چې په ټول هندوستان او د دې هیواد په لرو پرتو سیمو کې ټولو بانکونو ته نوي بانک نوټونه ورکړل شوي او که نه خو د دغو بانک نوټونو بدلون به ډیر وخت ونیسي.

په نوي ډهلي کې د یس بانک مخې ته کابو شل کسان انتظار باسې او ځینې یې د بانک له پرانیستل کیدو نه هم مخکې راغلي دي. د دغه بانک یو تن چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دا څرګنده ده چې دغه ګڼه ګوڼه د څه له پاره ده. دلته ټول یا په خپلو بانکي حسابونو کې د پیسو د اچولو او یا هم د بانک نوټونو د بدلون له پاره راغلي دي.»

د فساد پر وړاندې د مبارزې له پاره د مودي د نویو هڅو په پام کې نیولو سره، د هندوستان حکومت وايې چې په دې کار سره به یوازې هغه کسان په نښه شي چې له مالیې څخه تښتي او حکومت ته مالیه نه ورکوي.

د چارو کارپوهانو له دغه کار څخه هرکلی کړی او وايي چې که څه هم په لنډ مهال کې به دغه کار د پیر او پلور لړۍ له خنډونو سره مخ کړي خو په اوږد مهال کې به د هیواد د ناخالص عاید په ډیروالي کې ډیر ګټور ثابت شي.