1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موبایلونه د روغتیایي خدمتونو عرضه اسانوي

نسیم صابر (مارتین کوخ)۱۳۹۱ اسفند ۱۲, شنبه

په ډېرو هېوادونو کې د روغتيايي خدمتونو عرضه کول يوه لویه ستونزه ده. په ډیر شمیر هیوادونو کې ډاکتران او د روغتیا په برخه کې مسلکي پرسونل ډېر کم دی. خو اوس ځانګړو ګرځنده تیليفونونو په دې برخه کې نوي امکانات رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/17pF7
Symbolbild zu "Handy Smartphone SMS Internet" Bild: Fotolia/Aaron Amat #29025693
Symbolbild Handy Smartphone SMSانځور: Fotolia/Aaron Amat

کینيا ۳۸ میليونه اوسېدونکي لري. په دې هیواد کې د هرو لسو زرو کسانو پر سر یوازې يو ډاکټر موجود دی. دا په داسې حال کې ده چې دغه تناسب په آلمان کې د کینیا په پرتله دېرش وارې زيات دی. د کینیا ستونزې خو بیا د دغه هیواد په لیرو پرتو سیمو کې لا پسې ډیریږي ځکه په دغه سیمو کې روغتیايي امکاناتو ته لاسرسی نوره هم سختیږي.

په آسيا، لاتينې امريکا او افريقا کې ډاکتران کم خو ګرځنده تیليفونونه ډېر زیات دي. ښه خبره خو دا ده چې د بارسلونا «نړیواله غونډه» کې د مخابراتي شرکتونو له وړاندې شوې احصایې ښيي چې اوس ډاکتران او مرستندويه ټولنې کولای شي چې د ګرځنده تیليفونونو له لارې په میليونونو انسانانو سره مرسته وکړي.

د روغتيايي چارو او بېړنيو مرستو په برخه کې کارپوهان له لیرې لارې د ګرځنده تیلیفونونو په واسطه د مرستې پراخه امکانات ويني. کېنيا په دې برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی. په دې هیواد کې د هوشمندو ګرځنده تیلیفونو له لارې د روغتيا په برخه کې ډېر امکانات وجود لري. د بولو معاينه يا د شکر کنترول د اوس د همدې تیلیفونونو له لارې کیدای شي.

پر دې سربیره اميدوارې ښځې هم تر زېږون مخکې او وروسته له ډاکټرانو سره د تیلیفون له لارې مشورې کولای شي او ډاکتران آن هغوی له لیري لارې معاینه کوي. د ژغورنې د خدماتي څانګې «سانګت جون امبولانس» ویاند فرید مواجیوا، وایي چې يوازې په لويو ښارونو لکه نايروبي او مومباسا کې د هوشمندو تیليفونونو له خدمتونو څخه ګټه پورته کیدای شي، ځکه چې هلته د تیليفون شبکې داسې پياوړې دي چې له دغو امکاناتو څخه ګټه اخيستل کېدای شي. هغه له مخابراتي شرکتونو څخه غوښتنه لري چې په ټول هېواد کې دې د هوشمندو تليفونونو کارونه ممکنه کړي.

مواجيوا وايي: «که هر کېنيايي هوشمندو تیليفونو ته لاسرسی پيدا کړي نو هرومرو به ډیر بدلون راشي. له دې لارې به ارتباطات ګړندي او اغېزمن شي او هم به بېړنيو حالاتو ته زموږ جواب آسانه شي.»

ښاغلی ماجيوا د چټک غبرګون خبره ډېره مهمه بولي ځکه چې د هغه په خبره «لومړۍ پنځه دقيقې ډېرې مهمې دي. هغه وایي که ډېر خلک په دې پوه شي چې هغوی له دغو طلايي پنځو دقيقو څخه څرنګه ګټه پورته کویلای شي نو د خلکو په ژوندانه کې به ژور بدلون راشي.»