مهم خبرونه په متن او انځور کې
د افغانستان په ختيځ کي کابو دوه میلیونه انسانان بریښنا نه لري
د چارواکو د معلوماتو پر اساس د افغانستان په ختیځ کې د وسله والو له خوا د بريښنا د لین د قطع کیدو له امله کابو دوه میلیونه انسانان بریښنا ته لاس رسۍ نه لري. په دې لړ کې ننګرهار او لغمان ولایتونه اغیزمن شوي دي. د لغمان ولایت مقام ویاند سرحدي ځواک نن، د جمعې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې په بادپخ ولسوالۍ کې یو شمیر وسله والو کسانو د برېښنا یو لین ویشتلې او بریښنا یې قطع کړې ده.
مومندو ایجنسۍ کې ځانمرګي برید ۲۵ تنه وژلي
د پاکستان په قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې په یوه مسجد کې د جمعې د لمانځه پر وخت یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۵ انسانان وژلي او ۳۵ نور یې ټپيان کړي دي. دا پیښه په انبار سیمه کې رامنځته شوې چیرته چې د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پر ضد په جګړه بوخت دی. تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو پاکستاني طالبان تل دغلته محکمې، ښوونځي او مساجد په نخښه کوي.
پر اوربند سربیره دمشق ته نزدې نښتې شوي
په سوریه کې پر اوربند سربیره د پلازمینې دمشق ختیځ لوري ته د حکومتي ځواکونو او اسلامپالو ملیشو ترمنځ سختې نښتې شوي دي. لکه څرنګه چې د فرانس پریس یوه خبریال رپوټ ورکړې دغه نښتې ښايي د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمه شوبار کې شوي وي. د بشري حقونو د سوریايي ټولنې په حواله پوځ او یاغیانو یو پر بل د لاسي بمونو ګوزارونه کړي. د دغه ټولنې له خوا زیاته شوې چې دا د اوربند څخه «ښکاره سرغړونه» ده.
میرکل پر اروپايي ټولنې د پرمختګ غږ وکړ
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل له اروپايي ټولنې څخه په راتلونکو میاشتو کې د ثابتو پرمختګونو غوښتنه کړې څو د عوامو باور بیرته پر ځای کړل شي. دې په براتیسلاوا کې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې دمخه وویل چې اروپايي ټولنه په یوه پړیکړنده او حساس وخت کې قرار لري. د نوموړې په آند اروپايي ټولنه باید په امنیتي او دفاعي برخه کې، همدا د ترهګرۍ سره د مبارزې، ودې او کار د ځایونو د پیدا کولو په برخو کې پرمختګ وکړي.
د آلمان هر پنځم وګړی د مهاجرت ریښې لري
د احصايې فدرالي ادارې په حواله په ۲۰۱۵م کال کې د آلمان هر پنځم وګړي یعني ۲۱ سلنه، د مهاجرت ریښې درولودلې. په ټولیزه توګه په دغه موده کې په آلمان کې ۱۷،۱ میلیون هغو انسانانو چې مهاجرت ریښې یې درلودلې ژوند کاو چې دا د ۲۰۱۴م کال په پرتله ۴،۴ سلنه زیاتوالې ښيي. په دې کې هغه مهاجر نه دي شمیرل شوي په تیر کال کې آلمان ته رسیدلي ول.
په ترکیه کې د آلمان او فرانسې پر سفارتونو د برید په تړاو نیونې
په ترکیه کې د آلمان او فرانسې پر سفارتونو د بریدونو د ګواښونو په هلکه د پلټنو په لړ کې څلور تنه نیول شوي دي. د دولتي خبري آژانس انادولو د رپوټ له مخې درې شکمن کسان په پلازمېنه انقره کې او یو بل په استانبول کې نیول شوی دی. ترکي چارواکو دغه پلټني د اسخباراتي ادارو د هغو معلوماتو پر بنسټ چې ښايي د فراطي ډلې «اسلامي دولت» له خوا پر ديپلوماتيکي نمایندګیو د بریدونو ګواښونه موجود وي، ترسره کړي وې.