مهم خبرونه په متن او انځور کې
د سوریې په شمال کې د داعش بریدونو درنه مرګ ژوبله اړولې
د سوریې په قامشلي ښار کې د بمي برید په نتیجه د وژل شویو شمیر ۵۵ تنو ته لوړ شوی. د بشري حقونو د څار سوریايي ټولنې ویلي چې یو ځای چاودیدونکي توکي د کردانو یوې ادارې ته څيرمه او نور چاودیدونکي مواد د امنیتي ځواکونو مقر ته نزدې چاودلي دي. زیاته شوې چې د چاودنو په ترڅ کې ډیر شمیر انسانان ټپيان شوي هم دي. د سوریې دولتي تلویزیون بیا د ۲۲ تنو د وژل کیدو خبر ورکړ. د برید پړه «اسلامي دولت» ډلې منلې ده.
فرانسه: پر کلیسا د برید وروسته پلټنې دوام لري
په فرانسه کې پر کلیسا د برید وروسته پلټنې روانې دي. د څارنوالۍ له خوا ویل شوي چې دا ۱۹ کلن د چارواکو له خوا یو کال دمخه د اسلامست په توګه پيژاندل شوی وو. دی یو وارې په آلمان او یو ځل په ترکیه کې هغه وخت نیول شوې وو چې سوریې ته د تللو هڅه یې کوله. خو د روان کال په مارچ میاشت کې د یوه تحقیقاتي بند وروسته آزاد کړل شوی وو . د دویم برید ګر په اړه لا کوم رسمي معلومات موجود نه دي.
ترکیه: د حکومت منتقدو خبریالانو د نیولو حکم صادر شوی
په ترکیه کې د کودتا د ناکامې هڅې وروسته د «زمان» نومې حکومت منتقدې ورځپاڼې د ۴۷ پخوانیو کارکونکو د نیولو حکم صادر شوی. د ورځپاڼې د مشرانو ترڅنګ ځینې کالم لیکونکي هم اغیزمن شوي چې په دوی کې شاهین الپي هم شامل دی. ویل کیږي چې ده هم د ګولین د غورځنګ سره تړاو درلود. د ترکیې حکومت ګولین د کودتا په هڅه تورنوي. دا ورځپانه په مارچ میاشت کې تر دولتي کنترول لاندې راوستل شوې وه.
په هسپانیا کې د اعش دوه شکمن غړي نیول شوي
په هسپانیا کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې احتمالي پلویان نیول شوي. پر دواړو نیول شویو کسانو چې ورونه دي، د دغه ډلې له پاره د پیسو د ټولو تور لګول شوی. د پولیسو له خوا ویل شوي چې دغه مراکشي وګړي چې عمرونه یې ۲۲ او ۳۳ کاله دي، په کاتالونیا کې نیول شوي. زیاته شوې چې دوی «اسلامي دولت» ته پیسې لیږدولي چې د نورو سربیره یې له لارې د نوو جنګیالو د سفر مصارف پوره شوي دي.
ډیموکراتانو هیلري کلنټن په رسمی توګه د کاندیدې په توګه ونوموله
هیلیري کلنټن په رسمي توګه د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د کاندیدې په توګه ونومول شوه. نوموړې په یوه ویډیو پيغام کې ویلي چې د ولسمشرې په توګه به ښځو ته لاره هواره کړي. دی زیاته کړې: «که ځینې وړې نجونې ویښې وي او اجازه ولري چې زما غږ واوري نو هغوي ته مې پیغام دادې چې زه کیدای شي د امریکا لومړۍ ښځينه ولسمشره شم او له تاسو څخه یوه به دویمه وي.» د دې د مخه د ټولو آیالاتو او سیمو استازو خپلې رای وکارولې.
په نیپال کې سیلابونو او ځمکې ښویدو ۵۸ تنه وژلي
د حکومتي چارواکو په حواله په نیپال کې تر سختو بارانونو وروسته د سیلابونو او ځمکې ښویدو له امله لږ تر لږه ۵۸ تنه وژل شوي. زیاته شوې په داسې حال کې چې پوځ په سونو کسان خوندي ځایونو ته انتقال کړي، نور شل تنه لادرکه دي. د روانې میاشتې په سر کې هم دوه ماشومان هغه وخت ووژل شول چې د سختو ورښتونو له امله په پلازمنیه کهتمندو کې د یوه ښوونځي چت راپریوت.