مهم خبرونه په متن او انځور کې
م. م: په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې
د ملګرو ملتونو په حواله په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده. ویل شوي چې د افغانستان په وسله واله شخړه کې د ۲۰۱۶ م کال په لومړۍ نیمايي کې د ۱۶۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او د ۳۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي. نن، دوشنبه په خپاره شوي یوه رپوټ کې وویل شول چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د قربانیانو په شمیر کې ۴ سلنه لوړوالی راغلی. د رپوټ په حواله د وژل شویو څخه یې دریمه برخه ماشومان دي.
په آلمان کې ځانمرګي برید ۱۲ تنه ټپيان کړل
د آلمان د بایرن آیالت په انزبخ سیمه کې د میوزیک د یوه فیستیوال په ترڅ کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۲ انسانان ټپيان کړي دي. برید ګر یو سوریايي کډوال وو. د برید پس منظر لا روښانه نه دی خو دا هم له امکانه لیرې نه شي ګنل کیدالای چې دا یو ترهګریز برید وي. برید ګر چې د پولیسو سره د ۲۷ کلن مهاجر په توګه راجستر دی، د کنسرت ځای ته د داخلیدو هڅه کړې خو د ټکټ نه درلودولو له امله په ننوتو نه وو توانیدلی.
د مونشن د پیښې په تړاو یو افغان نیول شوی
د مونشن د برید په اړه د پلټنو په ترڅ کې یو شکمن تن نیول شوی چی احتمال کیږي د ۱۸ کلن برید ګر پر اراده خبر وو. ویل کیږي چې ښايي دغه ۱۶ کلن چې افغان دی، برید ګر د رواني ناروغیو په څانګه کې پيژاندلی وي او له دی سره یې د پيښې لږ د مخه په همدغه ځای کې لیدلي وي. د آلمان د بایرن ایالت پولیسو وویل چې د دغه ۱۶ کلن پر ضد به د اطلاع نه ورکولو له کبله د یوه جنایت د ترسره کولو په تړاو پلټنې ترسره شي.
عراق: یوه ځانمرګي برید درنه مرک ژوبله اړولې
په عراق کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۸ انسانان وژل شوي دي. د بغداد په شمال کې په پراته ښار خالص کې په ترسره شوي دغه برید کې چې یوه ځانمرګي برید ګر په چاودیدونکو توکو بار موټر د کنترول پر یوه پوسته ور برابر کړ، د ۳۰ زیات انسانان ټپيان شوي هم دي. تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې خو همدا پرون، یکشنبه هم یوه ځانمرګي برید چې پړه یې همدغه ډلې منله وه، ۱۵ انسانان ووژل.
ترکیه: د ۴۲ شکمنو ژورنالسټانو د نیولو حکم جاري شوی
په ترکیه کې د بیړنۍ حالت د مودې د غځیدو وروسته د څارنوالۍ د ۴۲ ژورنالسټانو د نیولو امر کړی دی چې پکښې یوه مشهوره پر حکومت انتقاد کونکې خبریاله هم شامله دی. ناظلي الچیاک د هغو ۴۲ شکمنو له جملې څخه ده چې د کودتا د هڅې په تړاو یې په اړه پلټنې ترسره کیږي. د «ډي ایچ ای» خبري آژنس رپوټ ورکړی چې دا پلټنې د اسلامي واعظ فتح الله ګولین د رسنیزې شبکې په اړه ترسره کیږي. حکومت پر ګولین د کودتا د هڅې تور لګوي.
د امریکا د دیموکرات ګوند مشره له دندې ګوښه کیږي
د امریکا متحده ایالاتو د ډیموکرات ګوند مشرې دیبي واسرمن شولڅ د ویکي لیکس د بریښنا لیک د پيښې په تړاو له خپل مقام څخه د ګوښه کیدو اعلان کړی. نوموړې غواړي د دې ګوند د څلور ورځنې ملي کنوانسیون وروسته خپله دنده پریږدي. د ویکي لیکس انترنت پاڼې د دې ګوند د انتخاباتي مبارزې د ډلې ۱۹ زره بریښنا لیکونه افشا کړي دي. په دې ایمیلونو کې هغه اختلافات را بربنډ شوي چې د هلیري کلنټن او برني سیندرز ترمنځ موجود ول.