مهم خبرونه په متن او انځور کې
ډیمیزیر: د وورڅبورګ برید ګر د «اسلامي دولت» پروپاګند لمسولې وو
د آلمان د کورنیو چارو د وزیر ډیمیزیرپه حواله د وورڅبورګ برید ګر، د افراطي ډلې «اسلامي دولت» د پروپاګندې په پارونه دغه برید په یوازې سر ترسره کړی. ده وویل چې د خپرې شوې ويډیو څخه د «اسلامي دولت» ډلې سره د تړاو په هلکه هیڅ معلومات نه ترلاسه کیږي. د سه شنبې په ورځ د آلمان په ووڅبورګ ښار کې یوه برید ګر چې ویل کیږي په خټه افغان وو، په ریل ګاډي کې څو تنه سپاره د چړو او تبر په ګوزارونو زخمي کړل.
درې فرانسوي عسکر په لیبیا کې وژل شوي دي
په لیبیا کې د عملیاتو په ترڅ کې درې فرانسوي عسکر وژل شوي دي. دا خبر په پاریس کې د دفاع وزیر ژان ایف دراین پرته له جزیاتو تائيد کړ. د فرانسوي رسنیو د اټکلونو په اساس دا لومړی ځل دی په رسمي توګه په لیبیا کې د فرانسوي عسکرو شتون تائيدیږي. د شمالي افریقا دا هیواد په ۲۰۱۱م کال کې د واکمن معمر القدافي تر سقوط راهیسې لا نه دی په کرار شوی. د هیواد په ځینو برخو کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډله فعاله ده.
بریتانیا د ۲۰۱۷م کال له پاره د اروپايي ټولنې د جرګه ګۍ له مشرۍ ډډه کوي
بریتانیا د ۲۰۱۷ م کال د دویمې نیمايي له پاره د اروپايي ټولنې د جرګه ګۍ د مشرۍ پر غاړه اخیستو څخه صرف نظر کوي. په لندن کې د حکومتي ویاند په حواله لومړۍ وزیرې تیریسا می د اروپايي ټولنې د جرګه ګۍ مشر دونالد توسک پر خپله دې پریکړه خبر کړ. می وویل چې حکومت به یې د اروپایي ټولنې څخه د بریتانیې د وتلو په اړه د خبرو اترو له وجې «ډیر مصروف» وي. توسک د بریتانیې د لومړې وزیرې د دې چټکې پریکړې هرکلی وکړ. د
اوباما ترکیه سره د کودتا د روښانه کولو په برخه کې د ملاتړ ژمنه وکړه
په ترکیه کې د کودتا د هڅې وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان ته په دې اړه د روڼتیا د رامنځته کولو په برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی. سپینې ماڼۍ وویل اوباما د یوې تلیفوني اړیکې له لارې د کودتا هڅه وغندله او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه وکړه. د خبرو اترو یوه موضوع د اردوغان له خوا د اسلامي واعظ فتح الله ګولین چې په امریکا کې ژوند کوي، ترکیه د سپارلو غوښتنه وه.
آلمان عراق سره د ۱۶۰ میلیون یورو اضافي مرسته کوي
آلمان په پام کې لري چې د ۲۰۱۷م کال تر پای پورې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د مبارزې له پاره عراق ته ۱۶۰ میلیونه یورو اضافي پیسې ورکړي. د دې خبرې اعلان د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په امریکا متحده ایالاتو کې د چهار شنبې په ورځ د جوړیدونکي کنفرانس د مخه وکړ. ملګرو ملتونو د عراق له پاره په مجموعي توګه د ۸۶۱ میلیون ډالرو د مرستو غوښتنه کړې چې د تقریباً یو په دریمې برخې د ورکړې ژمنه یې شوې ده.
دونالد ترمپ د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو رسمي کاندید شو
د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکو ګوند تونالد ترمپ رسما د خپل کاندید په توګه ونوموه. د اوهایو ایالت په کلیولند کې د ګوندي ګانګرې په ترڅ کې ۷۰ کلن ترمپ د استازو اړینې اکثریت رای په لاس راوړي. ترمپ به په نوامبر میاشت کې د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن سره سیالي وکړي چې راتلونکې اوونۍ کې به ښايي د دیموکراتانو په ګوندي ګانګړه کې د کاندیدې په توګه ونومول شي.