مهم خبرونه په متن او انځور کې
افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د شمیر را کمولو څخه خبرداری
د امریکا متحده ایالاتو سناتورانو یوه هیئت کابل ته د یوه سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د شمیر د را کمولو څخه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا به د نورې نړۍ له پاره هم ناوړه عواقب ولري. د جمهوري غوښتونکو سناتور لیدسي ګراهم په کابل کې خبریالانو ته وویل: «۹۸۰۰ عسکرو په شتون سره زه د کامیابې تضمین نه شم ور کولای خو که چیرې د عسکرو شمیر ۵۵۰۰ ته راټيټ کړل شي نو ناکامي به مو یقیني وي.»
د بغداد د بریدونو د قربانیانو شمیر ۲۱۳ تنو ته رسیدلی
د عراق د پلازمینې بغداد په یوه بازار کې د ترهګریز برید د قربانیانو شمیر ۲۱۳ تنو ته لوړ شوی. د عراق د روغتیا وزارت له خوا ویل شوي چې د ۳۰۰ زیات انسانان ټپیان شوي هم دي. په بغداد کې د یکشنبې په شپه په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي مواد په داسې حال کې وچاودیدل چې خلک په سودا اخیستو بوخت ول. د ښار په شمال کې د الشاب شیعه میشته سیمې په یوه بازار کې هم چاودنې شوې وې. د بریدونو پړه «اسلامي دولت» منلې ده.
اسرائيل د نوو استوگنځایونو د جوړولو اجازه ورکړې
اسرائیل د اردن سیند د لویدیځې غاړې په اشغال شویو سیمو او د بیت المقدس ختیځ کې د استوگنځایونو د جوړولو اجازه ورکړې. د اسرائیلو د راډیو په حواله لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو او د دفاع وزیر اویدګور لیبرمن د ۸۰۰ کورونو جوړول منلي دي. دوی سربیره پر دې د بیت المقدس په ختیځ کې د عربانو له پاره هم د ۶۰۰ مینو د جوړولو اجازه ورکړې. ویل شوي چې ګام د بیت المقدس د سیمه ایزې محکمې له خوا د فشار له کبله اخیستل شوی.
د هسپانیې او پرتګال پر ضد د بندیزونو غوښتنه
د اروپایي ټولنې کمیسار ګونتر اوتنګر د هسپانیې او پرتګال پر ضد د اروپايي ټولنې د بندیزونو غوښتنه کړې. دواړه هیوادونه نه دي توانیدلي چې په ۲۰۱۵م کال کې د بودجې مکلفیتونه پر ځای کړي. د «بلد» ورځپاڼې سره د خبرو پر وخت نوموړي وویل چې که کمیسیون غواړي د بودجې مقررات خوندي وساتي نو باید پر دغه دواړو هیوادونو تحریمونه ولګول شي.
زیگمار گبرایل د وسلو د صادراتو کچې لوړیدو څخه دفاع وکړه
د آلمان د اقتصاد وزیر زیګمار ګبرایل د وسلې د صادراتو د کچې د لوړیدو څخه دفاع وکړه. د «Süddeutschen Zeitung» ورځپاڼې سره د خبرو پر وخت نوموړي وویل چې د صادراتو په ټول ټال حجم کې د وسلو هغه قرار دادونه هم شامل دي چې د مخکني حکومت له خوا ترسره شوي ول. سربیره پر دې په دې کې د آلمان شریکانو ته د مثال په توګه برېتانیا ته د وسلې ورکړه هم شامله ده چې د ګبرایل له نظره کومه ستونزه پکښې نه شته.
کینیا کې د یوه فعال تر وژل کیدو وروسته احتجاجونه
په کینیا کې د بشري حقونو د یوه مدافع وکیل تر وژل کیدو وروسته په ټول هیواد کې وکیلانو او د بشري حقونو فعالانو د دولت مجازاتو سستم پر ضد احتجاج وکړ. په پلازمینه نیروبي کې په سلگونو مظاهره کوونکي د سترې محکمې د ودانۍ مخې ته راټول شوي ول او سړک یې بند کړې وو.