مهم خبرونه په متن او انځور کې
بروکسل غواړي د «سیتا» تړون په خپل سر لاس لیک کړي
د اروپايي ټولنې کمیسیون له کانادا سره د «سیتا» په نامه د آزاد بازار تړون د اروپا د دولتونو د پارلمانانو د رای پرته لاسلیک کول غواړي. دا خبره د کمیسیون مشر د اروپايي ټولنې د سرمشریزې پر وخت وکړه. یوازې د اروپا پارلمان باید دا تړون تصویب کړي. د آلمان په شمول ډيري دولتونه که څه هم د دغو اقداماتو هر کلې کوي خو د غړو هیوادونو د پارلمان پر تصمیم باندې ټینګار کوي.
د استانبول د پيښې د قربانیانو شمیر لوړ شوی
د استانبول پر هوايي ډګر په خونړیو بریدونو کې د وژل شویو شمیر ۴۱ ته لوړ شوی دی. زیاته شوې چې ۲۳۹ تنه ټپيان شوي هم دي. د ترکیې په حواله په وژل شویو کې ۱۳ خارجي وګړي هم شامل دي چې پنځه یې سعوديان دي. سربیره پر دې د تونس، اردن، عراق، ایران، چین او ازبکستان اتباع هم په وژل شویو کې شامل دي. د ترکیې لومړي وزیر بنعلي یلدرم، وویل چې لومړي معلومات ښيي چې برید ښايي د «اسلامي دولت» ډلې له خوا ترسره شوی وي.
فعالان: سوریايي یاغیانو د عراق سرحد پر لور پرمختګ کړی
په سوریه کې د امریکا متحده ایالاتو متحد یاغیان د عراق د سرحد پر لور د پرمختګ په حال کې دي څو د «اسلامي دولت» ترهګرو ملیشو ته د اکمالاتو د رسیدو لار بنده کړي. د بشري حقونو سورايي ټولنې ویلي چې په اصطلاح د نوې سوریې پوځ په دیر الزور ایالت کې د بوکمال ښار ته څيرمه پوځي هوايي اډه نیولې ده. د یاغیانو یوه ویاند وویل چې هدف دادې چې د عراق او سوریه کې ترمنځ د «اسلامي دولت» د پوځي اکمالاتو لار وتړل شي.
سویډن، بولیویا، حبشې او قزاقستان د امنیت شورا غړیتوب ترلاسه کړ
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې سویډن، بولیویا او حبشه د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ م کال له پاره د غیر دایمي غړیو په توګه ټاکلي دي. د ملګرو ملتونو په دې تر ټولو ستر کمیسیون کې د غریتوب د تر لاسه کولو په سیالۍ کې قزاقستان په دویمه دوره کې د تایلند په مقابل کې بریالی شو. د وروستیو ځایو پر سر د هالنډ او اېتالیې هیوادونه سیالي کوي. د امنیت شورا غیر دایمي غړي د دوه دوه کالو له پاره ټاکل کیږي.
شتاین مایر ارمنستان ته سفر کوي
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د چهار شنبې په ورځ د ارمنستان، آذربایجان او ګورجستان درې ورځنۍ سفر پيلوي. د شتاین مایر په سفر کې به د نګورنو کاراباخ په اړه خبرې اترې وشي. دې سیمې په ۱۹۹۰م کال کې د آذربایجان څخه خپلواکي اعلان کړې وه. خو د نړیوالو قوانینو په اساس دا سیمه اوس هم په دې هیواد پورې تړاو لري. ګاونډي هیواد ارمنستان د دې سیمې څخه ملاتړ کوي.