مهم خبرونه په متن او انځور کې
ننګرهار: په سونو انسانان تیښتې ته اړ شوي
په ننګرهار ولایت کې د داعش او حکومتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله په سونو انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند وویل چې تر اوسه د ۴۰۰ او ۵۰۰ ترمنځ کورنۍ اغیزمنې شوي. د داعش جنګیالو له خوا پر امنیتي پوستو د بریدونو په ځواب کې افغان عسکرو او پولیسو د جمعې په ورځ تهاجمي عملیات پیل کړل چې د چارواکو په حواله اوس هم روان دي. په هوايي بریدونو کې تر اوسه ۱۶۰ داعشیان وژل شوي.
ترکیه غواړي د روسي الوتکې د ویشتو له کبله تاوان ورکړي
ترکیې د هغه وروسته چې د دوشنبې په ورځ ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسيې د یوې الوتکې د رانسکورولو له امله بخښنه غوښتې وه، اوس د تاوان د ورکړې خبره هم کړې ده. د ترکېې لومړي وزیر وویل، ترکیه چمتو ته د غوښتنې په صورت کې روسیې ته تاوان هم ورکړي. په نوامبر میاشت کې د ترکیې او سوریې پر سرحد د ترکیې د هوایي ځواک له خوا د روسیې د یوې الوتکې د رانسکورو له کبله د دواړو هیوادونو اړیکو ته سخت زیان رسیدلې وو.
یونیسف د بې وزله ماشومان سره د لا زیاتې مرستې غږ وکړ
د ملګرو ملتونو د ماشومان د مرستې ادارې یونیسف د نړۍ د بې وزله ماشومانو سره د ښې مرستې په موخه د زیاتو هلو ځلو غوښتنه کړې. د یونیسف د پروګرام مشر تید چایبان په نیویارک کې د کلني رپوټ د وړاندې کولو پر وخت وویل که څه هم چې په تیرو ۲۵ کالو کې ماشومانو ته د ښوونې او روزنې د زمینې د برابرولو او روغتیايي خدماتو ته د لاس رسي په برخه کې مبارزې «ډیر پرمختګ» کړې خو دا پرمختګ په ټولو ځایونو کې یو ډول نه دی.
کانګو: د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ نښتو کې ۱۱ تنه وژل شوي
په کانګو کې د پوځ او د هیواد په ختیځ کې د فعالو یاغي ډلو ترمنځ نښتو کې ۱۱ انسانان وژل شوي دي. د پوځ یوه ویاند وویل چې د دوشنبې په امنیتي ځواکونو په ایتوري ایالت کې د «ایتوري د وطنپال مقاومت جبهې» ۱۰ تنه غړي وژلي ول. زیاته شوې چې یاغیانو تر ماتې وروسته یو برید ترسره کړ چې په پایله کې يې یوه ښځه وژل شوې ده.. د کانګو ختیځ چې په معادنو غني دی، د لسیزو راهیسې د بیلا بیلو یاغي ډلو د ترهګرۍ ښکار دی.
ایمنستي: په مکسیکو کې زنداني ښځې زورول کیږي
د بخښنې نړیوال سازمان «ایمنسټي» پر مکسیکويي چارواکو د زنداني ښځو په منظمه ډول د شکنجه کولو او تیري تور لګولی. د بشري حقونو دې سازمان په رپوټ کې ویل شوي چې دلته د امنیتي چارواکو له خوا په بوږنونکي زیاته اندازه زور زیاتی موجود دی. په رپوټ کې زیاته شوې چې ټولو سلو تنو پوښتل شویو ښځو منلې چې د نیولو او یا د پلټنو پر وخت په جنسي او یا په روحي توګه زورول شوي دي. ۳۳ پوښتل شویو ویلي چې جنسي تیرې پرې شوې.