مهم خبرونه په متن او انځور کې
امریکا: د اورلندو د خونړۍ پیښې وروسته پولیس په دې تړاو پلټنې کوي
د امریکا د فلوریډا د نڅا په یوه کلب کې تر خونړۍ پيښې وروسته امریکايي ادارې د عامل او افراطي ډلې «اسلامي دولت» ترمنځ د اړیکو په هلکه پلټنې کوي. تر اوسه د پیښې اصلي علتونه روښانه نه دي. د «اسلامي دولت» د «البیان» راډیو په حواله د اورلنډو برید کونکی د دې ملیشو یو جنګیالی وو. ۲۹ کلن برید ګر د یکشنبې په شپه د اورلنډو د همجنسبازانو د نڅا په یوه کلب کې د ډزو په ترڅ کې ۵۰ انسانان ووژل او ۵۳ نور ټپيان کړل.
چین او آلمان غواړي د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګریزې جګړې مخه ونیسي
آلمان او چین غواړي د خلکو د دغه جمهوریت او اروپايي ټولنې ترمنځ د یوه سوداګریزې لانجې مخه ونیسي. د چین لومړي وزیر لي کي چیانګ او د آلمان صدراعظمې په پیکنګ کې د آلمان او چین د حکومتي سلامشورو د څلورمې غونډې په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د کال تر پای پورې د چین د «آزاد باراز اقتصاد» په توګه د درجه بندي کولو پر سر د لانجې حل لاره باید وموندله شي. لي کې چیانګ ټینګار وکړ چې چین لا دمخه ټول شرایط پوره کړي دي.
د یونان په شمالي سرحدي سیمه کې دوه مهاجر کمپونه تخلیه کیږي
د یونان پولیسو له مقدونیا سره خپلې شمالي پولې ته څيرمه د مهاجرو د دوو موقتي کمپونو په تخلیه کولو پیل کړی. د تیلو د یوه ټانک او د یوه هوټل په ساحه کې کابو ۳۰۰۰ انسانان ژوند کوي چې باید په بسونو کې دولتي کمپونو ته یوړل شي. د پولیسو یوه ویاند ویلي چې د کمپونو د خالي کولو عملیات په سوله ییزه توګه روان دي.
د آلمان حکومت د هریرو او ناما د وژنې په اړه یوه اعلامیه خپروي
د آلمان حکومت په پام کې لري په نمیبیا هیواد کې د آلمان د استعماري قطعاتو له خوا د عام وژنې په اړه په روانه مقننه دوره کې یوه اعلامیه خپره کړي. د ۱۹۰۴ م او ۱۹۰۸م کالو ترمنځ آلماني عسکرو په پخوانۍ آلماني ـ سویل ختیځه افریقا کې د هریرو او ناما قومونو په زرونه غړي وژلي ول. د آلمان او نمیبیا د حکومتونو او پارلمانونو په یوه شریکه اعلامیه کې به دغه عام وژنه په څرګند ډول د «نسل وژنې» په توګه ونومول شي.
فرانسه: پولیس تر اوسه د یوه روسي شر اچونکي په نیولو نه دي توانیدلي
په مارسې کې د اروپا د فوټبال د لوبو په ترڅ کې تر اخ و ډب وروسته فرانسوي پولیس د لوبې له روسي مینه والو څخه چې په تاو تریخوالي کې لاس درلود، د یوه په نیولو هم نه دي توانیدلي. برعکس بیا په زور زیاتي کې د لاس درلودو له امله شپږ تنه بریتانویان، یو اتریشی او درې فرانسویان نیول شوي دي . د شنبې په ورځ د بریتانیا او روسیه ترمنځ د لوبې په ترڅ کې د اخ و ډب په نتیجه کې ۳۵ انسانان ټپیان شول.