مهم خبرونه په متن او انځور کې
«طالبانو یو ځلي بیا مسافر برمته کړي»
د آلمان د خبري آژانس ډي پي ای په حواله افغان طالبانو په کندز او غزني ولایتونو کې ځلي بیا مسافر تښتولي او له هغه ډلې څخه یې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي دي. د چارواکو په حواله اوس هم ۱۱ تنه د طالبانو په ولکه کې دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې طالبانو نن، چهار شنبه د یوه سروس او یوه موټر د ۱۵ او ۱۸ ترمنځ مسافر وتښتول. د چارواکو په حواله د نښتو او د کورونو د تلاشې وروسته اووه تنه برمته شوي آزاد کړل شوي.
په ترکیه کې یوه بل برید مرګ ژوبله اړولې
په استانبول کې تر خونړي برید یوه ورځ وروسته نن، چهار شنبه په ترکیه کې یوه بله چاودنه شوې. د کرد میشته ایالت مردین کې د یوه موټر بم برید لږ تر لږه دوه پولیس وژلي دي. په چاودنې کې ډیر شمیر انسانان ټپیان شوي. د انادولو د خبري آژانس په حواله د برید هدف د سوریې سرحد سره د نژدې پراته ښار مدیات د پولیسو مرکز وو. لومړي وزیر بینالي یلدرم د برید پړه د کردانو پر منع شوي ګوند «پي کې کې» ور اچولې.
د نایجر څخه د بوکو حرام له ویرې په زرونو انسانان تښتیدلي
د نایجر په سرحدي سیمو کې د افراطي اسلامپالې ډلې بوکو حرام د یوه برید وروسته په زرونو انسانان تښتیدلي. د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې «یو این ایچ سي آر» په حواله د شنبې ورځې راهیسې د نایجیریا پولې سره نزدې پراته ښار بوسو څخه تر ۵۰ زرو پورې انسانان تیښتیدلي دي. د بوکو حرام جنګیالو د شنبې په شپه ښار نیولې وو. عیني شاهدانو د هغه د مخه چې پوځ بیرته ښار ونیسي، د څو ساعته چور و چپاول خبرونه ورکړي.
د لیبیا پولیسو د مهاجرو یوه کښتې ستنه کړې
د لیبیا ساحلي پولیسو د مهاجرو یوه کښتۍ چې د ۱۰۰ زیات انسانان پکښې سپاره ول او د اروپا پر لور روانه وه، نیولې او سپاره کسان یې بیرته ستانه کړي دي. د ساحلي پولیسو یوه ویاند وویل چې په کښتۍ کې ۱۱۷ مهاجر سپاره ول چې شپږ حمل لرونکې ښځې هم پکښې وې. زیاته شوې چې دغه کښتې د طرابلس ختیځ لوري ته د القره بوللي له ساحل څخه حرکت کړې وو. دغه کسان په طرابلس کې د مهاجرو یوه استوګنځای ته بیول شوي دي.
د یوې چینايي جټ الوتکې امریکايي الوتکې ته خطرناک نزدیکت
د چین په ختیځ سمندرګي کې یو ځلي بیا د امریکا د یوې اکتشافي الوتکې او چین د جنګي جټ الوتکې ترمنځ یوه پیښه رامنځته شوې. د امریکا د پاسیفیک قوماندان وویل چې چینايي پيلوټ په نړیوال هوايي حریم کې د لوړ سرعت سره د ۳۰ مترو په ارتفاع کې امریکايي الوتکې ته نزدې شوی . دا د خپل ډول دوهمه پیښه ده چې د دریو اوونیو په اوږدو کې په هغه سمندري ساحه کې رامنځته کیږي چې چین او د سیمې نور هیوادونه یې د ملکیت دعوا کوي.