مهم خبرونه په متن او انځور کې
لوګر: پر محکمې برید ۷ تنه وژلي
د لوګر ولایت پر یوې محکمې د برید په نتیجه کې د محکمې د نوي رئیس په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي. د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي چې درې تنه وسله وال د محکمې ودانۍ ته داخل شول او په خلکو یې ډزې پیل کړې. طالبانو د برید په پړه منلې ده او د ټویټر د لنډو خبرونو شبکې له لارې یې ویلي چې دا برید یې په مي میاشت کې د شپږو طالبانو د اعدامولو د غچ اخیتسي په توګه ترسره کړی.
ایران د امریکا هغه رپوت رد کړی چې هیواد یې د ترهګرۍ حمایت کونکی بللی
ایران د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هغه کلنې رپوټ رد کړې چې ایران پکښې د ترهګرۍ یو مهم حامي هیواد بلل شوی. د ایران دولتي تلویزیون د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسین جابري انصاري له قوله ویلي چې دغه رپوټ «ناسم» دی .د تیرو کالو د رپوټونو په څير په دې رپوټ کې هم بیلا بیلو ډلو ته د روزنې، مالي مرستې او وسلې د ورکولو له امله «ایران په ۲۰۱۵م کال کې د ترهګرۍ یو مهم حامي» بلل شوی.
د لیبیا حکومت د اروپايي ټولنې څخه د مهاجرو بیرته منل رد کړي
د لیبیا حکومت د اروپايي ټولنې او ترکیه ترمنځ د تړون په پیرورۍ د مهاجرو بیرته منل رد کړي. د لیبیا د ملي یووالي د حکومت مشر فایز مصطفی سراج د «ویلت ام سونتاګ» ورځپاڼې ته ویلي چې لیبیا به دا قبوله نه کړي چې اروپایي ټولنه دغه هیواد ته بیرته مهاجر ولیږي.» سراج وویل چې اروپا باید خپله د مهاجرو بیرته اصلي هیوادونو ته د لیږ لارې پيدا کړي. ده زیاته کړه: «دغه مهاجر په لیبیا کې ژوند نه شي کولای».
په عراق او سوریه کې پر داعش فشار مخ پر زیاتیدو دی
عراقي ځواکونو د «اسلامي دولت» ډلې ملیشې د فلوجه ښار د یوې سیمې څخه شړلي دي. پوځ توانیدلی د فلوجه ښار شمال لویدیځ لوري ته پرته سیمه صقلاویه بیرته ونیسي.د انبار د سیمې له پاره اړوندې حکومتي جرګه ګۍ د څرګندونو په حواله یوازې په صقلاویه سیمه کې کابو ۱۰۰۰ کورنۍ د داعش د ترهګرو څخه آزادې کړل شوي دي. یوه پوځي ویاند وویل چې د امریکا په مشرتوب ائتلاف د هوايي بریدونو له لارې د عراقي ځواکونو سره مرسته کوله.
کیویا د امریکايي دولتونو په سازمان کې بیرته شاملیدل رد کړل
که څه هم چې کیوبا په دې وروستیو کې امریکا ته نزدې شوی خو اوس یې د امریکايي دولتونو سازمان (او ای ایس) ته ستنیدل رد کړي دي. کاسترو دغه سازمان د امپرالیستي واکمنیو آله وباله. نوموړي دا څرګندونې د هغه وروسته وکړې چې څو ورځې دمخه د امریکايي دولتونو سازمان مشر لیوس المارګو په وینزویلا کې د بشري حقونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او دغه هیواد یې په ډيپلوماتیکي انزوا او اقتصادي بندیزونو ګواښلی وو.
شتاین مایر په مرکزي امریکا کې د جرمونو پر ضد د ګډې مبارزې غوښتنه وکړه
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د مرکزي امریکا هیوادونه د جرم او جنایت پر ضد مبارزه کې لا ژورې او جوختې همکارۍ ته را وبلل. نوموړي چې د مکسیکو یوه کمپ ته ورغلی وو، وویل چې دغلته د مهاجرو پر بحران د لاس بري له پاره «زیاتو کډو هلو ځلو او زیار ویستنې ته اړتیا ده.» د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې «یو این ایچ سي آر» په حواله سږ کال به ښايي تر ۴۰۰ زرو نور مهاجر مکسیکو ته ورسیږي.
ایران: پرګڼو ښڅو تیري کونکی په عامه محضر کې اعدام شو
په ایران کې نن، یکشنبه په جنوبي ښار شیزار کې یو تن چې پر ډيرو ښځو د جنسي تیري له کبله د مرګ په سزا محکوم شوی وو، په عامه محضر کې اعدام شو. د «میزان» د خبري آژانس په حواله دغه ۲۱ کلن تیر کال نیول شوی وو او د مرګ سزا ورته ورکړل شوی وه. د ایران د سترې محکمې له خوا د سزا د تائيد وروسته نوموړې د شیزا په یوه میدان کې اعدام شو.