مهم خبرونه په متن او انځور کې
آلمان ته سږ کال تر اوسه ۷۵۸۰۰۰ کډوال راغلي دي
په روان کال کې د رسمي ارقامو له مخې آلمان ته ۷۵۸۰۰۰ کډوال راغلي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې یوازې په اکتوبر میاشت کې ۱۸۱ زره کډوال آلمان ته راغلي دي. زیاته شوې ده چې دا هغه کډوال دي چې د آلمان د ایالتونو له لوري راجستر شوي دي. د آلمان د کډوالو چارو فدرالي ادارې سږ کال آلمان ته د ۸۰۰ زرو کډوالو د راتگ اټکل کړی وو، خو د دغې نیټې دوه میاشتې د مخه دغه شمیر کابو نزدې شوی دی.
امریکا د سوریې پاڅون کوونکو سره مرستې ډیرول په پام کې لري
د امریکا متحدو ایالاتو حکومت په پام کې لري د سوریې پاڅون کوونکو پوځي مرستې پراخه کړي. په واشنگټن کې د چهارشنبې په ورځ د پوځ یوه ویاند ویلي دي چې شا او خوا درې اوونۍ د مخه سوریايي پاڅون کوونکو ته ۵۰ ټنه مهمات، ورکولو په دې کې مرسته کړې ده چې د «سوریې دیموکرات ځواکونه» د افراطي ډلې اسلامي دولت څخه د ځينو سیمو په نيولو وتوانېږي.
په ترکیه کې هوایي بمباریو د پې کې کې ۱۶ جنگیالي وژلي دي
د ترکیې په سویل ختیځ ولایت حکاري کې د پوځ د معلوماتو له مخې په هوایي بمباریو کې د منع کړی شوي کردي کارگر گوند یا «پي کې کې» ۱۶ جنگیالي وژل شوي دي. د ترکیې د پوځ ویاند د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې په دې سره د هوایي بریدونو په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمیر ۳۱ تنو ته لوړ شوی دی. د ترکیې هوایي ځواک د دوشنبې له ورځې راهیسې په حکاري او د عراق په شمال کې د پي کې کې مورچلې بمباري کوي.
«ښايي د اسلامي دولت ډله د روسۍ الوتکې د سقوط له پاره مسووله وي»
د اروپايي او امریکایي کارپوهانو له نظره، احتمال شته چي افراطي ډله «اسلامي دولت» په مصر کې د مسافر وړونکې الوتکې د سقوط له پاره مسووله وي. د امنیتي کړیو د معلوماتو له مخې داسې اټکل کیږي چې ښایي اسلامي دولت، الوتکې ته په پټه کوم بم انتقال کړی وي. خو دا خبره په رسمي توگه تائید شوې نه ده. دغه الوتکه چې د مصر له شرم الشیخ څخه د روسیې پر لور روانه وه، پکښې سپاره ټول ۲۲۴ تنه وژل شوي ول.
لاهور: د یوې فابریکې د چت د رانړیدو له کبله ۱۸ تنه وژل شوي دي
د پاکستان لاهور ښار ته څیرمه په رایونډ کې د یوې څو پوړیزې فابریکې د ودانۍ د چت د رالویدو له کبله تر اوسه د ۱۸ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. مرستندویه کسان تر خرابو لاندې د شا او خوا ۱۵۰ ورکو شو کسانو په لټه کې دي. د ښاروالۍ له لوري د ورکړل شوو معلوماتو له مخې ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.